1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

تروریزم پریږده، د کابل اوسیدونکي له جرمونو سر ټکوي

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

تیره میاشت په کابل کې دوو موټر سايکل سپرو یو تنکی ځوان په چړې وواهه. په وروستیو وختونو کې د کابل اوسیدونکي له اختطافونو، وژنو او بې قانوني سر ټکوي.

https://p.dw.com/p/3Is7N
Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

د تیرې میاشتي دغه پیښه د کابل دیپلوماتیکې سیمې ته نزدې رامنځ ته شوه او په سیمه کې وسله والو ساتونکو بیا د قرباني مرسته و نه کړه، ځکه په وسلو سمبال دغه ساتونکي خپلو کارفرمایانو ته مسئول دي.

برید کوونکي په چړې د وهل شوي تنکي ځوان د ګرځنده تلیفون او کمرې تر اخیستلو وروسته، له سیمې وتښتیدل. هغه ژوندی پاته شو، خو امنيتي کسان یو ساعت وروسته سیمې ته ورسیدل او هغه یې روغتون ته انتقال کړ.

چارواکي او د کابل اندیښمن اوسیدونکي وایي چې په وروستیو وختونو کې په دې ښار کې جرمونه د ډیریدو په حال کې دي. په دې ښار کې پولیس همدا اوس هم له دې کبله تر کاري فشار لاندې دي چې غواړي د طالبانو، داعش او نورو یاغي او ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند جان آغا نوید، وايي چې په کابل کې د جرمونو کچه دومره لوړه شوې ده چې سوداګر او پانګوال له دې ویرې چې له یوه پیښې سره مخامخ نه شي، هیواد پریږدي.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د جرمونو ډيرښت، د سوداګرو وژني او برمته نیوني، ډیر سوداګر دې ته اړ کړي چې هیواد پریږدي.»

هغه زیاته کړه: «ځینې یې خپلې کورنۍ او پیسې له ځان سره ترکیې یا ازبکستان ته وړي. په ښار کې د جرمونو ډيرښت پر کاروبار باندې ناوړه اغیز کړی دی.»

داسې ښکاري چې افغان امنیتي چارواکي هم اوس دې موضوع ته متوجه شوي دي. د کورنیو چارو وزیر، د یکشنبې په ورځ د کابل د جنایي جرمونو د څیړنې مشر محمد سلیم الماس، له دندې ګوښه کړ.

د دې خبرې روښانول چې د جرمونو کچه څومره لوړه شوې ده، ستونزمن کار دی. د کورنیو چارو وزارت په روانه میاشت کې وویل چې په تیرو پنځو کلونو کې یې د جرمونو لس زره پیښې ثبت کړي دي. دې وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د کابل د ولایتي شورا غړی عبدالخالق ځاځی وطندوست، وايي چې یوازې په تیرو دوو میاشتو کې په کابل او شاوخوا سیمو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. د هغه په خبره، په لسونو نور کسان برمته شوي هم دي. وطندوست وویل: «جرمونه په کابل کې د ترهګرۍ په پرتله په یوې لویې ستونزې بدل شوي دي.»

هغه وویل چې که د ترهګرۍ کنترول سخت وي، نو افغان ځواکونه باید دا وړتیا ولري چې د جرمونو مخه ونیسي.

په کابل کې د وژنو او برمته کولو تر څنګ؛ د موټرو غلاوې، د مخدره توکو سوداګري او د مجرمینو بانډونه نوري ستونزي دي چې د دې ښار اوسیدونکي ګواښي. د کابل ښار یو دوکاندار شمس الدین، وایي چې کله د کابل ښار ته د سودا اخیستلو له پاره ځي نو پیسې له خپل زوی سره ویشي: «زه یو مقدار پیسې خپل زوی ته ورکوم او یو مقدار نورې له ځان سره لیږدوم. دا ځکه چې که مجرمین خبر شي چې له یوه کس سره ډیرې پیسې دي، نو هغه وژني او پیسې یې ترې اخلي.»

د کابل اوسیدونکي اوس ډیر وخت کار ته د خپلو تلو لاره بدلوي. پر دې سربیره ډیر کسان له ځان سره ولسې لیږدوي او په کورونو کې هم وسلې ساتي. ډیر ټکسي چلوونکي هم له تیاري سره سم خپل کاروبار بندوي او د موټرو له غلو ویره لري.

د کابل یوه ټکسي چلوونکي محمد عمر، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زه د خپل ځان په کیسه کې نه یم، خو زه د موټر له لاسه ورکولو ویره لرم ځکه دا د بل چا موټر دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، وايي چې وزارت یې د مجرمینو د نیولو له پاره یو پلان جوړ کړی دی. هغه ویلي دي: «پولیس به بل ډول چلن وکړي او د مجرمینو پر وړاندې به له ډیر ځواک څخه کار واخلي.»

هغه زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې مجرمین چیرې پټ دي، موږ یې په تعقیب کې یوو او موږ به یې د قانون منگولو ته وسپارو.»

(ms/nz (afp