1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکان لومړی وار، په مستقيمه رايه ولسمشر ټاکي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

د ترکيې ولسمشرۍ ته درو کسانو ځانونه کانديد کړي دي، چي يو يې اکمال الدين ايشان اوغلو او دويم يې کُرد ټبره سياستوال صلاح الدين ديميرتاس دی. خو اټکل کيږي چي دغه ټاکني به دريم کانديد رجب طيپ اردوان وګټي.

https://p.dw.com/p/1Cs39
انځور: Reuters

د ترکيې اوسني لومړي وزير رجب طيپ اردوان د ولسمشرۍ د کانديد په توګه د خپل کمپاين پرمهال ويلي ول، چي د ولسمشرۍ د ټاکنو ورځ (د اګست ۱۰مه) به د ترکيې او د دغه هيواد د راتلونکي له پاره یوه ډېره مهمه ورځ وي.

د دغو ټاکنو په ترځ کي پر تقريباً ۵۳ ميليونو رايي حق درلودونکو ترکانو باندي ږغ سوی دی چي خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

زيات احتمال سته چي اوسنی لومړی وزير اردوان به د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کي د کانديد په توګه تر ټولو زياتي رايي وګټي. نوموړی به په دې توګه احتمالاً له لومړي وزارته ولسمشرۍ ته ورسيږي.۶۰ کلن اردوان چي د عدالت او پرمختګ (AKP ) ګوند مشر هم دی، د احصائيو له مخي ښايي د ټاکنو په لومړي پړاو کي لا مطلق اکثريت رايي وګټي.

که په ټاکنو کي يو کانديد لا هم د مطلق اکثريت رايو په لاس ته راوړلو کي بريالی نه سي، نو ټاکني به دويم پړاو ته وغځول سي.

دا د ترکيې په تاريخ کي لومړی وار دی چي ترکان په مستقيمه توګه خپل ولسمشر په خپله مستقيمه رايه ټاکي. تر دې دمخه د ترکيې ولسمشر د شورا له خوا ټاکل کېدی.

اردوان او د بيان آزادي

Türkei Tayyip Erdogan
انځور: Stringer/AFP/Getty Images

د اردوان مخالفان او پر هغه تنقيد کوونکي بېره لري چي که هغه ولسمشر سي، نو ښايي په ترکيه کي به خپل اغېز لا پياوړی او پراخ کړي. د اردوان د لومړي وزارت په دوره کي پر هغه تورونه لګول کېدل چي د خلکو ډيموکراټيک حقونه يې تر پښو لاندي کړي او د بيان د آزادۍ په حقونو کي يې محدوديتونه رامنځ ته کړي دي. په دې تناظر کي د ګيزي پارک د تېر کال احتجاجونه هم د اردوان د سياست پر ضد ول.

پر اردوان تور لګول کيږي چي هغه يو غېر مصلحتي او توند سياست پر مخ بيايي. خو د اردوان پلويان بيا وايي چي دا د هغه د مناسب او پياوړي سياست پايله وه، چي ترکيې په تيرو کلونو کي چټک اقتصادي پر مختګ کړی دی.

د اردوان په مشرۍ د ترکيې حکومت په دې وتوانېد چي د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ م کلنو تر منځ ترکيه ۴۰ فيصده اقتصادي وده وکړي.

د ترکيې د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د اردوان تر څنګ دوه نور کانديدان دي چي په هکله يې اټکل کيږي چي له اردوان سره به سيالي نه وکړای سي.

په دغو دوو کانديدانو کي يو هم د ملي غورځنګ ګوندونو ګډ کانديد اکمال الدين ايشان اوغلو دی. دويم کانديد د کُردي پلوه ګوند ۴۱ کلن صلاح الدين ديميرتاش دی.

په ترکيه کي به د رايو اچوني مرکزونه د مازيگر تر پنځو بجو پوري پرانستي وي. اټکل کيږي چي د ټاکنو لومړي پايلي به د يکشنبې په ماخستن لا رابرسېره سي.