1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان د ديموکراسۍ پر لور يو گام مخ ته سو

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه

په ترکمنستان کې تر خپلواکۍ وروسته د لومړي ځل له پاره یو نوي گوند جوړ شوی دئ. خو داسي نه ښکاري چې دغه گوند دي په ټاکنو کې اوسني ولسمشرته کومه ستونزه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/15u2N
انځور: picture-alliance/dpa

د ترکمنستان د صنعت کارانو او پانگوالو گوند د سه شنبې په ورځ خپله پرانیستونکې غونډه جوړه کړې وه. د دغه هيواد دولتي تلویزیون خبر ورکړی دئ، چې اوراز محمد محمدوف، د دې گوند د مشر په توگه ټاکل شوی دئ.

د روان کال د جنوري په مياشت کي په ترکمنستان کې د دولت سیاسي مخالفینو ته اجازه ورکول شوه چې گوندونه جوړ کړي.

خو د دغه هيواد د قانون له مخې یوازي هغو سیاسي گوندونو ته د فعالیت اجازه ورکول کیږي چې د رهبرۍ دفتر ئې په هیواد کي دننه وي. له دې سره نو د ترکمنستان هغه مخالفین د فعالیت اجازه نه شي تر لاسه کولای چې له دغه هیواد څخه دباندي په تبعید کې ژوند کوي.

په ۲۰۰۶ کال کې د ترکمنستان پخوانی ولسمشر سفرمراد نیازوف ومړ، چې تر هغه وروسته د دې هیواد اوسنی ولسمشر قربان قولی بیردیي محمدوف، د دیموکرات گوند مشري پر غاړه واخیسته.

کله چې هغه د ترکمنستان واک تر لاسه کړ نو په ډیر احتیاط سره ئې ځیني ریفورمونه عملي کړل چې په هغو کې د ترکمنستان څو گوندي کیدل هم شامل ول. دا په داسي حال کې ده چې پر قربان قولي بیردي محمدوف هم ډیر نیوکي کيږي.

په ترکمنستان کې د روان کال د فبروري په میاشت کې ټاکني وشوې، چي قربان قولي پکښې ۹۷ سلنه رایې وگټلې او د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د ترکمنستان ولسمشر شو. پر دې ټاکنو باندي د نړیوالو له خوا نیوکې وشوې، ځکه چې په خبره ئې، په دې ټاکنو کې قربان قولي کوم سیال نه لاره.

په دې ټاکنو کې د هغه پر وړاندي اووه کسان درېدلي ول چې پکښې د کابینې وزیران او یو شمیر سوداگر شامل ول. په زړه پوري خبره خو دا وه چې هغوی ډیر وخت د قربان قولي د لاس ته راوړنو ستاینه کوله.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل