1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له لارې د گازو د پلورلو تړون وشو

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

ترکمنستان د هندوستان او پاکستان هیواد له چارواکو سره د ګاز د پلورلو تړون لاسلیک کړ. د دې ګاز د استولو له پاره باید یو پایپ لاین چې د افغانستان له لارې پاکستان ته رسیږي جوړ شي.

https://p.dw.com/p/150XN
---
انځور: DW

د ګازو د پلورلو دغه تړون د چهار شنبې په ورځ د ترکمنستان د نفتو او ګازو د کانګرس د غونډې په څنډه کې د ترکمنستان د ګازو د دولتي شرکت د مشر او د هغه د پاکستاني او هندي سیالانو تر منځ لاسلیک شو. دا تړون د کاسبین د بحیرې تر څنګ په یوې سیمه کې د درې واړو هیوادونو د چارواکو له خوا لاسلیک شو.

ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال بایمراد خوجه محمدوف، د دې تړون د لاسلیکیدو پر مهال وويل: «نن موږ د یوې تاریخي پېښې شاهدان یو. دا د سیمې په کچه نه بلکه د نړۍ په کچه یو مهم تاریخی تړون دﺉ.» د دې تړون نور جزئیات لا نه دي بربنډ شوي.

د افغانستان له لارې هندوستان او پاکستان ته د ګازو د رسولو پروژه دTAPI  «تاپي» په نوم هم یادیږي. د اسیا پرمختیایي بانک د دغې پروژې له لویو پانگوالو څخه دئ. په دې بانک کې د مرکزي او غربي اسیا د پرمختگ د ادارې مشر کلاو گیرهاوسر، وویل: «دا په رښتیا سره د سیمه ییزو همکاریو یوه تاریخي شیبه ده. هر هغه هیواد چې په دې پروژه کې ښکیل دﺉ نه یوازې دا چې دا پایپلاین د سولې په پایپلاین بدلوي بلکې د رفاه په پایپلاین هم بدلوي.»

ترکمنستان او افغانستان هم د دې پروژې د پلې کولو په موخه د همکاریو یو رسمي یاداشت لاسلیک کړی دئ خو لا تر اوسه پورې د دواړو هیوادونو تر منځ په دې اړه کوم تړون نه دئ لاسلیک شوی. د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې د بیې په اړه له افغانستان سره خبرې اترې روانې دي.

د ترکمنستان چارواکو ویلي دي چې د TAPI پایپلاین به ۱۷۳۵ کیلو متره اوږدوالی ولري او هر کال به ۳۳ میلیارده مکعب متره گاز لیږدوي. د دې پایپلاین ۷۳۵ کیلومتره برخه به د افغانستان له هرات او کندهار ولایتونو څخه تیره شي چې ښایي له امنیتي لحاظه ئې غځول او ساتل یو څه ستونزمن کار وي.

د افغانستان له پاره له گټې ډکه پروژه

افغان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د گازو د پایپلاین غځول به په زرهاوو افغانانو ته کاري موقعیتونه رامنځ ته کړي. د هغوی په وینا د دې پایپلاین په اوږدو پرتو سیمو ته به برق هم ورسیږي. افغان چارواکو ویلي دي چې له دې پایپلاین څخه به هر کال له پنځه میلیارده متر مکعب گاز تر لاسه کړي.

اټکل شوی دئ چې د دغه پایپلاین جوړول به د ۱۰ او ۱۲ میلیاردو ډالرو په منځ کې لگښت ولري. ویل شوي دي چې دوه امریکايي کمپنۍ د دغه پایپلاین د غځولو پروژې سره لیوالتیا لري. ترکمنستان غواړي چې د TAPI له لاري روسیې ته د خپلو گازو صادرات راکم کړي او په دې ترتیب سره تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل د گازو صادرات هر کال ۱۸۰ میلیارده مکعب مترو ته ورسوي.

متحده ایالات د گازو د پایپ لاین د دې پروژې ملاتړ کوي ځکه چې غواړي له دې لارې د افغانستان له پاره د عاید سرچینې پیدا کړي. د ترکمنستان ولسمشر ویلي دي چې افغانستان کولای شي د گازو د دې پروژې تر تکمیلیدو وروسته هر کال یو میلیارد ډالر د حق العبور په توگه تر لاسه کړي. ولسمشر کرزي ویلي دي چې د دې پروژي په پلې کیدو سره به ۵۰۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د گاز اندازه او فیسونه

ترکمنستان په خپلو پلو کې گاز پلوري دا نو په دې معنی ده چې پاکستان، هندوستان او افغانستان باید پخپل منځ کې د گاز د لیږد فیسونه، د هغه اندازه او بیه وټاکي. د هندوستان دولت د مې د میاشتې په ۱۷مه نیټه په یوه بیانیه کې وویل چې د TAPI  له پروژې څخه به په ۲۰۱۸ کال کې گټه پورته شي او پاکستان او هندوستان به هر یو د ورځې ۳۸ میلیونه مکعب متره گاز تر لاسه کوي. په دې ترتیب سره به افغانستان هره ورځ ۱۴ میلیونه مکعب متره گاز تر لاسه کړي.

په نړۍ کې د گازو دویمه لویه ذخیره

ترکمنستان په نړۍ کې د گازو دویمه تر ټولو لویه ذخیره لري. د GCA په نوم بریتانیایي شرکت تیر کال وویل چې په ترکمنستان کې د گازو نوې موندل شوې ‌ذخیره د ۱۳.۱ او ۲۱.۲ تریلیون متر مکعب گاز لري. دا ذخیره د یولوتان په سیمه کې پرتې دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض