1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان کي انتخابات بېله انتخابه

۱۳۹۵ بهمن ۲۴, یکشنبه

۹ نوماندان د انتخاباتو د کميسيون له خوا په رسمي ډول د کانديدانو په توګه تائيد شوي دي. دا چې څوک پکې د ګټلو تر ټولو زيات چانس لري له اول سره معلومه ده. خو دا سوال هم مطرح دی چې آيا دغه انتخابات آزاد او شفاف دي، که نه.

https://p.dw.com/p/2XPdF
Besucher der Internationalen Messe Öl und Gas Turkmenistans 2011
انځور: picture-alliance/dpa

په لومړي ځل، قربان قلي بردي محمدف په ۲۰۰۷ کال کې د ترکمنستان ولسمشر وټاکل شو، وروسته له هغه چې صفرمراد نيازف، ومړ چې له ۱۹۹۲ کال راپه دې خوا يې د قدرت واګي په لاس کې لرلي ول. نيازف ځان ترکمن باشي باله، يعنې د ترکمنانو مشر او لارښود. هغه په خارج کې هم د ډېرې زياتې شخصيت پرستۍ له کبله چې هغه ته به کېدله، مشهور شوی وو.

د پخواني واکمن له مړينې وروسته د غاښونو ډاکتر، بردي محمدف، قدرت ته راغی چې د نيازف په دوره کې مرستيال صدراعظم وو. د ۲۰۰۷ کال د رياست جمهورۍ په انتخاباتو کې نوموړي د مقاماتو د څرګندونو له مخې ۸۹ سلنه رايې اخيستې وې. په ۲۰۱۲ کال کې بردي محمدف په ۹۷ فيصده رايو تر لاسه کولو سره يو ځل بيا د ولسمشر په توګه تائيد شو. سره له دې چې اووه نور کانديدان هم ټاکنو ته ولاړ ول، خو د اپوزيسيون اصلي ګوندونو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې فعاليت وکړي.

ولسمشر خپله کانديدان غوره کوي

د ترکمنستان د اپوزيسيون غړي، چې د نيازف په دوره کې يې بايد په تبعيد کې ژوند کړی وای، وار په وار دا غوښتنه لري چې د ترکمنستان په انتخاباتو کې ورته د برخې اخيستنې اجازه ورکړل شي. خو عشق آباد دغه خبره تل ردوي. په خارج کې د ترکمنستان د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر، نورمحمد خاناموف، په اوسنيو انتخاباتو کې هم د تغييراتو له پاره کومې نخښې نښانې نه ويني. د ده په خبره ټول کانديدان د رياست جمهورۍ د دفتر له خوا غوره شوي دي. په دې ترتيب بردي محمدف خپل «سيال کانديدان» خپله تعيينوي چې معيار يې ده ته وفاداري ده.

خاناموف له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دود دا دی چې نور کانديدان د انتخاباتو په ورځ خپله رايه د خپل ځان په نفع نه، بلکې د حاکم ولسمشر، بردي محمدف، په نفع وکاوري. دا اکثراً هغسې کانديدان وي چې عام خلک يې هيڅ نه پېژني. په دې ترڅ کې په ترکمنستان کې درې ګوندونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده. دموکرات ګوند، چې بردي محمدف يې په استازيتوب ولاړ دی، په ۱۹۹۱ کال کې تاسيس شوی دی. په ۲۰۱۲ کال کې د صنعتکارانو او سوداګرو ګوند  جوړ شو چې په ۲۰۱۴ کال کې د زراعت يا کرهڼې ګوند هم رامنځ ته شو.

د انتخاباتي کمپاين هيڅ نخښه نشته

د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو په څېر سږ کال هم انتخاباتي کمپاينونه نه ليدل کيږي. کانديدان نه د انتخاباتو ټيمونه لري او نه کومې مناظرې تر سره کيږي. د په اصلاح «سيالو کانديدانو» پروګرامونه او کړنلارې هم يوازې پر هغو برخو پورې محدودې دي چې کانديدان پکې خپله فعاله دي.

دغه پروګرامونه نه د ولسمشر پر سياسي تګلارې نيوکې رانغاړي او نه د هېواد ټولنيزې ستونزې په ګوته کوي. د دې پر ځای هغه «د ترکمنستان سترې اقتصادي او سياسي برياليتوبونه» ستايي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې يې تر لاسه کړي دي، په تېره بيا د ولسمشر نيازف او بردي محمدف تر مشرۍ لاندې. د انتخاباتو په محلونو کې د قربان قلي بردي محمدف عکسونه ځړيږي. کله هغه پر آس يا ټرکټور باندې ناست وي، کله د ستيج په سر ولاړ وي، يا د خپلې کورنۍ په منځ کې قرار لري. د رسنيو د راپورونو له مخې د انتخاباتي حوزو کارکوونکي د خلکو کورنو ته ورځي څو هغه تشويق کړي چې د يکشنبې ورځې په انتخاباتو کې خپله رايه وکاروي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):