1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه او د لويديځ د ژوند د طرز په اړه تاوده بحثونه

۱۳۹۶ دی ۹, شنبه

په ترکيه کې د لويديځ د ژوند د طرز په اړه زيات بحثونه کيږي. د ښځو له پاره لنډ پطلونونه او د نجونو له پاره لوړې زدکړې د دغو بحثونو دوه مثالونه دي.

https://p.dw.com/p/2q8dg
Türkei Istanbul traditioneller vs moderner Lebensstil
انځور: Getty Images/AFP/G. Ozturk

د ښځو له پاره لنډ پطلونونه او د نجونو له پاره لوړې زده کړې. دا په ترکيه کې د لويديځ د ژوند د طرز په اړه د بحثونو يو څو بېلګې دي. په تېره بيا ښځې له دغسې بحثونو سره ستونزې لري چې د شخصي حريم اخلال يې بولي.

د ځوانو ليبرالو ښځو له پاره د استانبول په څېر په يوه لوی او عصري ښار کې آزادي او برابري تل يوه عادي پديده نه ده. سره له دې چې د «آی کی پي» په مشرۍ حکومت تل ادعا کوي چې د فرد د ژوند په طرز کې مداخله نه کوي او نه يې زغمي، خو ډېرې مېرمنې بيا هم داسې ګڼي چې هغوی په زياتېدونکې کچه د يوه محافظه کار د ژوند د طرز غوره کولو ته هڅول کيږي. د مثال په ډول پينار چې نه غواړي تخلص يې ذکر شي. هغه د استانبول په يوه خصوصي شرکت کې کار کوي. دغه ښځه وايي چې پر هغې باندې څو وارې لفظي او عملي حملې هم شوې دي چې دا ورڅخه اندېښنه لري، هغه وايي: «کله چې زه د ماښام له خوا وځم، په عامه ترانسپورت کې هسې کېنم او د شونډو رنګ وروسته کاروم کله چې خپل هدف ته رسېدلې او تشناب ته ولاړه شم.»

هغه وايي چې هغه د پخوا په نسبت اوس کم لبسيرين هم استعمالوي. په اوړي کې هغه يوه کورتۍ هم له ځانه سره اخلي څو پکې ځان پټ کړي. د بوُسۍ په نوم يوه بله نجلۍ  په استانبول کې تحصيل کوي، هغغه په دې نظر ده چې د ښځو له پاره ژوند ورځ تر بلې سختيږي. خو هغه بيا په دې نظر ده چې هر څوک کولای شي هغه ډول لباس واغوندي چې خوښيږي يې. دا چې ښځې له دغه حق څخه کار اخلي، نو هيڅوک د هغې په نظر حق نه لري چې په تشدد لاس پورې کړي.

له لفظي تر عملي شخړې پورې

خو د ښځو د ليبرال ژوند پر ضد خبرې په ډېرېدو دي. په دې وروستيو کې يوه روحاني، احسان شېنوجک، وويل چې د ښځو له خوا پطلون اغوستل، د ورېځو د وېښتانو سينګار او پوهنتون ته تګ ګناه لري. له دغو خبرو وروسته، شېنوجک چې د سامسون په ښار کې د ديني چارو د ادارې واعظ و، له خپلې دندې ګوښه شو. دا چې آيا ګوښه کېدل يې له دغو خبرو سره تړاو لري، که نه، معلومه نه ده. د ګلچوک د ښار مفتي، محمد يازيچي، د هغو ښځو په هکله چې پوړنی نه په سروي، داسې دوه اړخيزه پرتلنه کوي، هغه وايي: «په دکانونو کې هغه شيان چې په ويټرين کې يې پاکټونه شلېدلې دي، په نيمه بيه څرخيږي.»

له لفظي شخړو څخه کله نا کله اصلي حملې هم جوړيږي. تېر دوبی محصله، مېليسا سګلم، له استانبول څخه په دې پلمه چې په سرويس کې يې لنډ پطلون اغوستی و، د يوه سړي له خوا تر بريد لاندې راغله. تېر کال عايشه ګل طرزي، چې يوه ځوانه نرسه ده، په همدې عين تور په سرويس کې د يوه سړي له خوا وډبول شوه.

نه يوازې د ښځو، بلکې د نارينه و د ژوند طرز هم تر سوال لاندې راوستل کيږي. تېره اوونۍ د «پټ حقايق» په نوم خپرونه کې چې د يوه محافظه کار چېنل له خوا خپریږي، يوه وياند د دې غوښتنه وکړه چې نارینه او ښځې بايد نور يو ډول لباس وانه غوندي او نارينه بايد ږيرې پرېږدي. د هغه استدلال دا و چې ځينې نارينه اوږده وېښتان هم پرېږدي او له ورايه څخه يې له ښځو سره کوم توپير نه ښکاري.     

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.12.2017):