1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه د عربي نړۍ په اړو دوړ کي خپلي گټي لټوي

۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبه

د ترکيي صدراعظم رجب طيب اردوګان په عربي نړۍ کي د روانو بدلونو په وړاندي بيلابيل غبرګونونه ښيي. له يو خوا د ديموکراسي لپاره د خلکو له غوښتني ملاتړ کوي، له بلي خوا د اقتصادي ګټو په پام کي نيولو سره له احتياط څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/RFul
يوازي هغه وخت چي د معمر القذافي د رژيم پر ضد بغاوت په کورنۍ جګړې بدل سو، د ترکيي غږ هم پورته شو.
يوازي هغه وخت چي د معمر القذافي د رژيم پر ضد بغاوت په کورنۍ جګړې بدل سو، د ترکيي غږ هم پورته شو.انځور: Fotolia/belleepok

د مصر په برخه کي د ترکيي د حکومت مشر لومړني سړي ؤ چي د ګوښه کړاي شوي ولسمشر حسني مبارک څخه يي مخ واړاوه او په ښکاره توګه يي د هغه د استعفاء غوښتنه وکړه.

خو په ليبيا کي د ديموکراسي د غورځنګ په وړاندي د اردګان غبرګون داسي نه ؤ. په داسي حال کي چي هلته هم خلک د يو «کرکجن رژيم» پر ضد سړکونو ته ووتل. ښايي يو غټ دليل يي د ترکيي او ليبيا تر منځ اقتصادي اړيکي وي. ترکي شرکتونه په لبيا کي فابريکي، سړکونه، د هستوګڼي کورونه، مغازي جوړوي.

يوازي هغه وخت چي د معمر القذافي د رژيم پر ضد بغاوت په کورنۍ جګړې بدل سو، د ترکيي غږ هم پورته شو او انقرې د قذافي د استعفاء لپاره غوښتنه وکړه. د تعجب خبره نه ده ځکه چي د دواړو هيوادونو ترمنح د ملياردو ډالرو تجارتي معاملي له خطر سره مخامخ سوي.

په همدي وجه په داسي يو حالت کي انقره له پوره احتياط کار اخلي. له يو خوا په طرابلس کي د خپل سفارت له لاري د قذافي له رژيم سره اړيکي ساتلي دي او له بلي خوا د لبيا په هوايي قلمرو باندي د «نه الوتني بنديز» د خوندي ساتلو لپاره د ناتو ماموريت کي ګډون کړي دي.

په سوريه کي د ديموکراسي د غورځنګ په اړه انقره حتي له دي څخه هم زيات له احتياطه کار اخلي. د ترکيي صدراعظم، اردوګان په پوره خيال ساتلو سره د بشارالاسد د رژيم په وړاندي خپله نيوکه څرګنده کړه:

«دا زموږ د زړه له کومي هيله ده چي خدای ناخواسته هغسي وضعيت په سوريه کي رامنځ ته نه شي لکه چي په ليبيا کي رامنځ ته شو. دا به موږ دير خواشيني کړي.»

له اقتصادي لحاظه يو بي ثباته سوريه د ترکيي لپاره يو ستر مصيبت دي، ځکه دغه هيواد د ترکيي په ګاونډ کي پروت دی.

د ترکيي د ملي ستراتيژيو له مرکز څخه بهادر دينجر وويل چي اردوګان له خپل «همکار» الاسد سره په تيرو ورځو کي خو ځلي تيلفوني خبري وکړې او له هغه څخه يي وغوښتل چي د خپلو خلکو غوښتنو ته په سياسي اصلاحاتو سره ځواب ورکړي.

که چيري د بشارالاسد وروستي وينا ته کتنه وشي، ګمان نه کيږي چي په سوريه کي د ترکيي له غوښتني سره سم بدلون رامنح ته شي. په دي برخه کي له ولسمشر بشار الاسد سره د صدراعظم اردوګان تيلفوني خبري هم ښايي زياته اغيزه نه وي کړې.

پيترا/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل