1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د «فقط ديکتاتور» ننداره منع شوه

۱۳۹۶ بهمن ۸, یکشنبه

ترکی هنرمند، باريس آتای، د يوه ديکتاتور نقش لوبوي او په دې ترتيب نندارچيان په خپل هېواد کې د سياسي وضعيت په هکله فکر کولو ته هڅوي. اوس د ده د تياتر يوه پارچه د ترکيې په ډېرو ښارونو کې منع شوې ده.

https://p.dw.com/p/2reWT
Barış Atay / Theater Schauspieler
انځور: Privat

«له سياست سره زما علاقه د ګېزي له احتجاجونو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې نه ده شروع شوې او نه وروسته له هغه چې زه لوبغاړی جوړ شوی يم. زه ۳۷ کلن يم او زما سياسي هلې ځلې د ليسې په دوره او په دوو پوهنتونو کې زما د تحصيلاتو وخت ته لا ستنيږي. دا له آي کای پي ګوند يا له رجب طيب اردوغان سره څه تعلق نه لري. په راتلونکي کې به هم د هغو ديکتاتورانو پر ضد مبارزه کوم، چې د ټولنې سوله يزه فضا را محدودوي.» دا د باريس آتای څرګندونې دي چې د «فقط ديکتاتور» په نوم د تياتر ننداره يې، چې دی يې يوازې وړاندې کوي، د ترکيې په ځينو ښارونو کې منع شوې ده.

په انقره کې ده ته اجازه نه ورکول کيږي چې د ستيج په سر راڅرګند شي. ځينو واليانو د ترکيې په شمال يعنې په ارتوين او هوپا ښارونو کې هم د هغه د نندارې پر وړاندې کولو بنديز لګولی دی. د استانبول په يوه لويه ناحيه کې هم د ده هنر بند شو. علت يې دا ښودل شوی دی چې دغه هنري پارچه ښايي عامه نظم او امنيت ته ګواښ پېښ کړي او په ټولنه کې دننه حاکم آرامښت او ټيکاو هم له ستونزو سره مخامخ کړي. د يوه ديکتاتور يا زورواکي په هکله دغه کيسه ليکوال، اونور اورهان ليکلې ده چې، جانر ارديم، يې لارښوونکی رژيسور دی.

هغه نقش چې باريس آتای يې لوبوي، د يوه ديکتاتور د شخصيت او کرکټر داسې نخښې نښانې رانغاړي چې په خپل ذات کې درز هم لري. په پای کې نندارچيان دې ته هڅول کيږي چې د ديکتاتورانو په هکله خپله هم قضاوت وکړي. دغه هنري ټوټه چې د دريو کالونو راهيسې وړاندې کيږي، په يو وار بنده شوې ده. آتای وايي چې په اصل کې هيڅ تغيير پکې نه دی راغلی. خو له اوسنۍ ترکيې سره ځينو شباهتونو په ټولنيزو رسنيو کې د آي کای پي ډېر پلويان په غوسه کړي دي. د آتای له پاره د هغه پر هنر باندې بنديز د دې يوه بېلګه ده چې حکومت په هغو خلکو باندې چې خپل نظر او خپله رايه نه پټوي څه ډول فشار واردوي.

يو سياسي هنرمند

د تياتر لوبغاړی آتای د خپلو سياسي هلو ځلو او د خپل غوڅ دريځ له کبله شهرت لري. په ۲۰۱۵ کال کې يې لا ويلي وو: «که ديکتاتوري وای، به تاسو دا پارچه اوس نه شوای ليدلی.»

کله چې تېره اوونۍ د هغه د نندارې مخه په استانبول کې د پوليسو له خوا ونيول شوه، آتای د هغه وخت خبرې په ياد راوستلې او دغه پوښتنه يې مطرح کړه: «د دغه بنديز له لارې اوس منئ چې ولسمشر ديکتاتور دی؟»

آتای د تلويزيون او سينما په ډېرو فلمونو او سريالونو کې برخه لرلې ده. د ټولنيزو پرمختګونو او تغييراتو د يوه ځير څارونکي په توګه هغه له دې څخه هم نه وېريږي چې پر حکومت باندې انتقاد وکړي. تقريبا يو ميليون انسانان دی په تويتر کې تعقيبوي او په نورو ټولنيزو رسنيو کې يې نفوذ هم ډېر دی. د هغه د انتقادي نظر له کبله هغه تل د پوليسو تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راځي. تېر کال هغه محکمې ته هم معرفي شو وروسته له هغه چې اردوغان او د هغه زوی د ده د يوې ليکنې له کبله شکايت کړی وو. هغه ولسمشر ته د توهين په تور د نقدي جريمې په ورکولو محکوم شو.