1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له طالبانو سره مرستې ته چمتو يو خو په رسميت يې نه پيژنو»

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

د ترکیې حکومت ويلي دي چې له طالبانو سره په افغانستان د بشري بحران د مخنيوي په برخه کې مرستې ته چمتو دي خو د هغوی حکومت به په رسميت ونه پيژني. د طالبانو او ترکي چارواکو ترمنځ د کابل هوايي دګر په اړه هم خبرې شوي.

https://p.dw.com/p/41iP2
Türkei Das Treffen zwischen dem türkischen Außenminister Mevlüt Cavusoglu und Taliban Außenminister Amir Khan Muttaqi in Ankara
انځور: DHA

د ترکیې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو پرون، پنجشنبه په انقره کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزير امیر خان متقي او له هغه سره مله پلاوي سره وکتل.

متقي په دوحه کې له امريکايي او د اروپايي ټولنې له استازو سره تر خبرو اترو وروسته ترکیې ته سفر وکړ. په دوحه کې د ليدنو کتنو په ترڅ کې نوموړي خبرداری ورکړ چې پر افغانستان د لوېديځ بندیزونه د دغه هېواد امنيت نور هم زيانمنوي.

چاوش اوغلو هم په انقره کې له طالبانو سره د بندو دروازو ترشا په خبرو اترو کې د دې پېغام څخه ملاتړ وکړ. هغه وويل: «موږ نړيوالې ټولنې ته د طالبانو له ادارې سره د ښکيلتيا د اهميت په اړه ويلي دي. په حقیقت کې په رسميت پيژندل او ورسره اړيکي پالل دوه جلا خبرې دي.»

«ترکیه په افغانستان کي خپلي علاقه مندۍ لري»

نوموړي زياته کړه: «د افغانستان اقتصاد بايد ونه پاشل شي. له همدې کبله موږ نړيوالو ته ويلي چې په بهر کې د افغانستان له کنګل شويو حسابونو سره باید ډېر نرم چلن وشي څو د معاشونو د ورکړې زمینه برابره کړای شي.»

نړیوال بانک په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو راهيسې د خپلو پروژو د تمويل چارې درولي دي.

ترکیې هڅه وکړه چې د ناټو ائتلاف د یوازني مسلمان اکثريت لرونکي غړي په توګه د خپل دريځ په کارولو سره له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې پراخه ونډه ولري.

Türkei Das Treffen zwischen dem türkischen Außenminister Mevlüt Cavusoglu und Taliban Außenminister Amir Khan Muttaqi in Ankara
انځور: DHA

خو د کابل هوايي ډګر د امنيت ټینګولو وړاندیز یې د طالبانو د مشرانو له خوا رد شو او دواړو خواو د لوړې کچې په ليدنو کتنو کې هم په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ ونه وکړ.  

چاوش اوغلو وويل چې متقي ته یې په ټینګار سره وويل چې د منظمو الوتنو د پيلولو د مخه د هوايي ډګر د امنيت تضمينول ډېر مهم دي. هغه زياته کړه: «نن موږ له دوی سره په خبرو کې يو ځل بيا نه يوازې زموږ بلکې د هوايي چلند د نړيوالې ټولنې انتظار واضح کړ چې د هوايي ډګر د بيرته فعاليدو او په ځانګړي توګه د منظمو الوتنو د پیلولو له پاره یې لري.»

ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو له پاره شرط ايښی

چاوش اوغلو زياته کړه چې هغه طالبانو ته وويل چې نجونې دې زده کړو ته پريږدي او ښځو ته دې کار ته د ستنيدو اجازه ورکړي.

هغه وويل: «موږ هغوی ته وويل چې دې ته دې د يوه پيش شرط يا غوښتنې په سترګه نه ګوري بلکې نور اسلامي هېوادونه هم همدا انتظار لري.»

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست امیر خان متقي تر خبرو اترو وروسته په سملاسي توګه کومه تبصره ونه کړه.

ب. ص/ ن. ص (AFP)