1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه لومړی اسلامي هيواد دی چي اوباما ور څخه کتنه کوي

۱۳۸۸ فروردین ۱۷, دوشنبه

ترکيه په دغه سفر وياړي، ځکه چي انقره په نژدې ختيځ کي د واشنگټن په تر ټولو مهمو ملگرو کې راځي...

https://p.dw.com/p/HRK0
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ترکيې د جمهوررييس عبدالله ګل سره په انقره کي
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ترکيې د جمهوررييس عبدالله ګل سره په انقره کيانځور: AP

د امريکا متحده آيالتونه هيله لري چې ترکيه به په راتلونکي کې هم د سوريې او اسراييل تر منځ د جولان د غونډيو پر سر منځگړيتوب کوي. سربېره پر دې د ترکيې د انچيرليک هوايي ډگر د لاري په عراق کي مېشتو امريکايي عسکرو ته اکمالات رسول کيږي. ځکه نو لومړی وزير رجب طيب اردوغان تر کتنې وړاندي وويل:

«د ښاغلي اوباما لخوا له ترکيې څخه د کتني پر مهال به بې له شکه پر دوو اړخيزو اړيکو او سيمه يزو پوښتنو باندي خبري کوو. او په هر صورت به په سيمه کي د ترکيې د راتلونکي رول په اړه هم خبرې وشي.»

په اجنډا کي به ښايي چې د ارمنستان موضوع هم راغلې وي. په دغه برخه کې د نظرونو اختلاف موجود دی. ځکه چي اوباما د خپل انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې په امريکا کي مېشتو ارمني کډوالو سره ژمنه کړې وه چي هغه به د دې تلاښ وکړي، چي د ارمنيانو ډله يزه وژنه د عثمانيانو په امپراتورۍ کي په راتلونکي کي ولسوژنه وبلل شي.

خو بيا هم ترکيه د بارک اوباما د څرگندونو له مخې د اسلامي نړۍ او غرب تر منځ د يو پل حيثيت لري. اوباما د دوشنبې په ورځ د خبرو اترو په سر کي د ترکيې پر ځانگړي اهميت باندې ټينگار وکړ:

«زه غواړم چې د ترکيې د اهميت په اړه يوه خبره وکړم، نه يوازې امريکايانو ته يې کوم بلکه ټولې نړۍ ته. ترکيه هغه هېواد دی چې ويل کيږي د ختيځ او لويديځ په منځ کې موقعيت لري. دغه هېواد ډېر بډايه ميراث لري، خو هغوی دغه لرغوني عنعنات له يو مدرن ملي دولت سره عياروي چې دموکراسۍ او د قانون حاکميت ته په کې په درنه سترگه کتل کيږي او هڅه کوي چې عصري اقتصاد ځان ته جوړ کړي.»

يوه بله مهمه پېښه په ترکيه کې هغه غونډه ده چې شعار يې د «مدنيتونو ټلواله» ټاکل شوی دی. هلته به نه يوازې اوباما خبرې کوي، بلکې د ناټو نوی سر منشي اندرس فوگ رسموسن به هم په کې راڅرگنيږي چې ترکيې يې مخالفت کړی و. د ملگرو ملتونو لخوا جوړه شوې د تمدنونو غونډه د غربي او اسلامي نړۍ تر منځ د خبرو اترو زمينه برابروي. اوباما د خپل سفر او د ورپسې ټاکل شوې غونډې د اهميت په اړه وويل:

په انقره کي لاريون کونکو د ترکيې څخه د اوباما د ژر تر ژره وتلو اشعارونه ورکول
په انقره کي لاريون کونکو د ترکيې څخه د اوباما د ژر تر ژره وتلو اشعارونه ورکولانځور: picture alliance / landov

«دغه کتنه ډېره مثمره وه او ما ته ډاډ رابښي چې موږ به نه يوازې خپلې دوه اړخيزې اړيکې ښې کو، بلکې د خپل کار په ترڅ کې به ځينې سترتيژۍ طرحه کو تر څو د اسلامي نړۍ او غرب تر منځ اختلافونه لرې کړو. بيا نور پرمختگ کولای شو او ډاډ مومو. زه په دې وياړم چې متحده آيالتونه له ترکيې سره همغاړيتوب لري او موږ غواړو چې دغه همکاري په راتلونکو کالونو کې پسې پراخه کړو».

ځينې خلک بيا روانو چارو ته د شک په سترگه گوري، يوه عادي ترکۍ ښځه د اوباما او د ترکي چارواکو تر ليدهء کاتهء مخکې خپل نظر داسې بيانوي:

«هغه د خپل هېواد د علاقو له امله ترکيې ته راغلی دی. هغه ترکيې ته، په عراق کې مېشتو امريکايي ځواکونو د شاتگ د سيمې په توگه اړتيا لري. سربېره پر دې به دی د افغانستان دپاره د نورو ترکي عسکرو غوښتنه کوي.»

د اوباما تر څنگ د ناټو راتلونکی سر منشي اندرس فوگ رسموسن هم په استانبول کې دی. رسموسن په لومړي سر کې د خپلې راتلونکې دندې لپاره د ترکيې لخوا نه و منل شوی، خو د امريکايانو د ټينگار له امله ترکيې بيا د هغهء مقرر کېدل منلي وو. رسموسن وويل چې د کلتورونو او اديانو تر منځ رغوونکې خبرې اترې بايد په متقابل درناوي ولاړې وي او زياته يې کړه چې هر ډول سانسور د دغې پروسې خنډ گرځي.

فوگ رسموسن دا خبرې په داسې حال کې کولې چې يو لاس يې تړل شوی و. هغه د شپې لخوا په هوټل کې راغورځېدلی و او اوږه يې اوښتې ده. رسمودن پرون د يکشنبې په ورځ د دنمارک د لومړي وزير په توگه استعفا ورکړه او ځان اوس راتلونکې دندې ته چمتو کوي، ځکه نو دی له اوباما سره هم مهاله په ترکيه کي دی.

PA/ CNN / نسيم صابر

کتونکی. زيارمل