1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه پر سوريايي کردانو يرغلونو ته ادامه ورکوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبه

ترکيې له نړيوالو فشارونو سره سره په دوهمه ورځ هم په سوريه کي پر کردانو باندي خپلو يرغلونو ته دوام ورکړی. انقرې په عين حال کي ويلي دي چي په پام کي نه لري سوريې ته عسکر ولېږي.

https://p.dw.com/p/1HvT2
انځور: picture alliance/abaca

د ترکيې د دفاع وزير عصمت يلماز، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروي ۱۵مه) هغه راپور رد کړل چي گويا عسکر دي ئې د سوريې خاوري ته ننوتلي وي. هغه زیاته کړې ده چي هيواد ئې په پام کي نه لري خپل گاونډي هيواد ته عسکر ولېږي.

يلماز، چي د خپل هيواد د پارلمان يوه کمېسيون ته خبري کولې د هغي پوښتني په جواب کي چي د سوريې د بهرنيو چارو وزير د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته لیک لېږی دئ، وويل: «دا سمه نه ده، سوريې ته د ترکي عسکرو د لېږلو په اړه هيڅ فکر نه کيږي.»

د سوريې حکومت ويلي دي چي داسي ښکاري د شنبې په ورځ دي د ترکيې نژدې ۱۰۰ عسکر چي په درنو وسلو سمبال ول په ۱۲ «پيک آپ» موټرو کي د دوی خاوري ته ننوتلي وي. ويل سوي دي چي د دغو عملیاتو هدف د سوريې حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ وو.

ترکيې د شنبې او يکشنبې په ورځو له هغه وروسته چي کردانو د سوريې په حلب ښار کي يوه هوايي اډه ونيوله پر دغي اډې باندي بمبار وکړ. د ترکيې لومړي وزير ويلي دي چي کردي جنگيالي بايد له هغو سيمو څخه نيولي ئې دي، ووځي.

داود اوغلو د جرمني له صدراعظمي انگيلا ميرکل سره په تليفوني خبرو کي ويلي دي چي ترکيه کردي جنگيالیو ته اجازه نه ورکوي چي «تهاجمي اعمال وکړي».

د ترکيې د لومړي وزير دفتر د معلوماتو له مخي اوغلو، ميرکل ته ويلي دي: «زموږ امنيتي ځواک لازم جواب ورکړی دئ او دې کار ته به ادامه ورکړي.»

د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه چي په لندن کي مېشته ده، د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی چي نژدې ۳۵۰ افراطي جنگيالیو ته د ترکيې خاوري ته د داخلېدو اجازه ورکړل سوې ده.

دغي څارونکي ادارې ويلي دي چي دغه جنگيالي په اعزاز او تل رفعت کي له کردانو سره په جنگ کي ښکېل ياغيانو د ملاتړ په موخه د ترکيې خاوري ته ننوتلي دي.