1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوريه کي د روسيې د عملياتو پای به د افغانستان په شان وي»

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو په نظر په سوريه کي د روسيې پوځي عمليات کيدای سي داسي پای ته ورسيږي، لکه د شوروي اتحاد پرمهال چي په افغانستان کي پای ته ورسېدل.

https://p.dw.com/p/1HsSi
انځور: AP

د ترکيې «حريت» ورځپاڼي د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د لومړي وزير احمد داود اوغلو، له قوله ليکلي دي: «هيڅوک بايد دا له ياده ونه باسي چي د سړې جگړې پرمهال د شوروي اتحاد ځواکونه قدرتمن افغانستان ته ننوتل، خو له دغه هيواده بيا له ډېر کمزوري حالت سره ووتل.»

اوغلو زیاته کړې ده: «نو هغه څوک چي نن سوريې ته ننوتلي دي، همدغه شان به په کمزوري حالت کي له دغه هيواده بيرته وځي.»

هغه يووار بيا په سوريه کي د روسي ځواکونو پر عملياتو نيوکه وکړه: «روسيې دغه راز د ملکي وگړو پر هغو سيمو باندي چي له تروريزم سره هيڅ تړاو نه لري، خپلو بې رحمانه بمباريو ته دوام ورکړی.»

د ترکيې لومړی وزير احمد داود اوغلو
د ترکيې لومړی وزير احمد داود اوغلوانځور: Reuters/M. Sezer

اوغلو ويلي دي: «موږ د روسيې د ۶ زرو پروازونو په اړه داسي معلومات لرو چي نژدې ۹۰ سلنه ئې پر ملکي سيمو او يوازي ۱۰ سلنه ئې د داعش پر ضد سوي دي.»

د هغه په خبره په سوريه کي د روسيې د هوايي يرغلونو په اړه بشپړ معلومات نه یوازي له ترکيې، بلکي له ټولي نړيوالي ټولني سره، لکه امريکا متحد ايالت او ملگرو ملتونو سره سته.

د ترکيې لومړي وزير ټينگار کړی دئ چي اوس هغه وخت رارسېدلی، څو دغه شان يرغلونه پای ومومي.

روسيې تر اوسه پوري د ترکيې د لومړي وزير د څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.