1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: کورنۍ د تښتول سویو خپلوانو په لټه کي دي

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته د خاصو فرمانونو په واسطه په سلونو زره کسان له کارونو څخه برطرفه سول. ځینې خو ادعا کوي چي تښتول او ربړول سوي دي. اوس د هغوی کورنۍ او وکیلان غواړي حقیقت معلوم کړي.

https://p.dw.com/p/3NEN7
Türkei PK IHD: Verlorene Familien
انځور: DW/H. Köylü

د مصطفی یېلماس پلار وايي چي «زما زوی ورک نه، بلکه تښتول سوی دی. ما په هغه پسي د همدې عیسوي کال د فبرورۍ له ۱۹ نیټې وروسته هر ځای کتلي دي. هیڅ ځای او اداره نه ده راڅخه پاته. موږ ته تل منفي ځواب راکول سوی دی. خو اوس د پارلمان پنځه وکیلان زموږ غمخواري کوي. چیري ده بشر دوستي ، ایا وجدان پاته دی؟»

د مصطفی پلار نېوین یېلماڅ، له څه نا څه شپږو میاشتو راهیسي خپل زوی لټوي. په خبره یې داسې لکه زوی چي یې «یو وارې د مځکي له سر څخه ورک سوی وي».

یېلماڅ دویچه ویله ته وویل چي دی نه پوهیږي چي زوی یې په کوم جرم نیول سوی دی. وايي د کورنیو او هم بهرنیو چارو له وزارتونو څخه د هغه په پیدا کولو کي د مرستي غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۱۶ م کال د جولای پر ۱۵مه نیټه تر ناکامي کودتا وروسته په سلونو زره کسان له خپلو دندو ګوښه سول. مصطفی هم یو له دغو کسانو څخه وو. خو هغه د همدې کال له  فبروري څخه د نورو پنځو تنو سره یو ځای ورک دی.

د ورکو سویو کسانو خپلوان، یو شمیر سیاستوال او د مدني ټولنې فعالان په دې باور دي چي د ترکيې امنیتي چارواکو په نظر دغو شپږو تنو ته د گویلن غورځنگ د غړو په سترگه کتل کیږي. پر هغوی باندي تور لگول کیږي چي د ناکامي کودتا طراحان به وي. که څه هم د دوی کورنۍ وايي چي هغوی تښتول سوي دي خو په رسمي ادارو کي څوک دا خبره نه اوري.

هغوی په یو وار ورک سول

سلیم زیبک، گویکان ترکمېن، ایرکان ایرماک، یاسین یوگان، ایزگیر کایا او مصطفی یېلماڅ د فبرورۍ میاشتي په مختلفو ورځو کي د ترکیې په پلازمینه انقره کي لادرکه سول. د څه نا څه شپږو میاشتو راهیسي یې کورنیو له هغوی څخه هیڅ ډول معلومات نه درلود. خو د جولای میاشتې پر ۲۸مه د پولیسو څخه ورته تلیفون راغی.

Türkei PK IHD: Verlorene Familien
انځور: DW/H. Köylü

پولیسو د لومړیو څلورو کسانو کورنیو ته اطلاع ورکړه چي د هغوی ورک سوي اولادونه د انقرې د ترهگرۍ ضد ادارې سره دي. دا چي د دوی دوستان راپیدا سول، ټول حیران دي خو دا خبره چې دغه کسان په تیرو شپږو میاشتو کي چیري ساتل کیدل، اوس هم لا معلومه نه ده. دا به تر هغو پوري هم معلومه نه سي، تر څو پوري چي د هغوی تحقیقات نه وي بشپړ سوي او کورو ته نه وي راغلي.

د هغوی مدافع وکیل امیر سعیدي، دویچه ویله ته وویل  دا چي دغه څلور تنه په یو وار راپیدا سول، ډیره د تعجب وړ خبره نه ده. هغه زیاته کړه: «خبره دا ده چي څرنګه هغوی تښتول سوي او څوک د دې کار مسوولیت پر غاړه لري؟»

سعیدي ټینګار کوي چې تر ټولو مهمه لا دا ده چي هغوی چیري ساتل کیدل او د هغوی د تحقیقاتو په خاطر د کومو تدابیرو او میتودونو څخه کار اخیستل سوی دی. د تښتول سوو کسانو فامیلونو خپل د زړه غم او درد د اجتماعي شبکو له لاري هم له خلگو سره شریک کړی وو.

Türkei PK IHD: Verlorene Familien
انځور: DW/H. Köylü

د ترکيې د بشري حقوقو سازمان مشر ایزترک ترک دوگان، وايي: «موږ د ترکيې د پارلمان د بشر د حقوقو کمیسون ته مراجعه وکړه. موږ غوښتل چي د کورنیو چارو او عدلیې وزیران فعاله سي. موږ انتظار وکړ چي لوی څارنوال د هغوی دوسیه تکمیل کړي. خو تل هرڅه په تیاره کي پاتیدل.»

د دولتي مامورینو او امنیتي چارواکو سره تر خبرو وروسته ترک دوگان هم په دې نظر دی چي هغوی تښتول سوي دي: «موږ ډاډه یو چي په دولت کي دننه ځانگړو قواوو هغوی تښتولي دي. داسي معلومیږي چي دغه قواوي څوک هم نه سي لیدلای.»

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(26.03.2018 )