1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکي الوتکو ناپیژندل شوې الوتکه ویشتلې ده

۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

د ترکیې پوځ ادعا کړې ده چې له سوریې سره خپلې پولې ته نژدې یې د یوه «نامعلوم هیواد یوه الوتکه» ویشتلې ده. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ویشتل شوې الوتکې بې پیلوټه وه او که پیلوټ یې لاره.

https://p.dw.com/p/1GpOz
Türkei Kampfjet
انځور: Getty Images/AFP

د ترکیې پوځ د جمعې په ورځ وویل چې جنګي الوتکو یې د سوریې پولې ته نزدې یوه الوتکه ویشتلې ده. ترکیې رسنیو ویلي دي چې دغه الوتکه د ترکیې له پولې څخه تر درو کیلومتره تیریدو وروسته ویشتل شوې ده.

پوځي چارواکو ویلي دي: «الوتکه د ترکیي ګزمې الوتکو په واسطه د ډزو د قواعدو له مخې ویشتل شوې ده.» زیاته شوې ده چې ترکې الوتکو ویشتل شوې الوتکې ته درې وارې اخطار ورکړی دی او کله چې بیا هم دغه الوتکه له خپل مسیر څخه و نه وتله نو ترکانو پر ډزې وکړې.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا ویشتل شوې الوتکه بې پیلوټه وه او که نه. خو د CNN تلویزیون ترکي څانګې د ترکیې د پوځي چارواکو په حواله ویلي دي چې د ویشتل شوې الوتکه بې پیلوټه وه. زیاته شوې ده چې دغه الوتکه د ترکیې په کیلیس سیمه کې ویشتل شوې ده.

په رسنیو کې پوځيان د الوتکې د رالویدو سیمې د آرزونې په حال کې ښوول شوي دي. د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې دوو روسي جټ الوتکو د ترکیې په فضا کې پرواز وکړ او د انقرې چارواکو دغه هیواد ته ګواښ وکړ چې که په راتلونکې کې دغه پیښه تکرار شي نو هغوی به په اقدام لاس پورې کړي.

د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې ټولې جټ الوتکې یې له سوریې څخه د عملیاتو تر بشپړیدو رووسته ستنې شوې دي او بې پیلوته الوتکې یې هم په نورماله توګه عملیات ترسره کوي. امریکا متحده شک لري چې دغه الوتکه دې د روسیې وي، خو یوه چارواکي تینګار کړی دی چې په دې اړه معلومات لا لومړني دي.