1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکي رسنۍ او د نويو نازيانو محاکمه

ولفګانګ ديک/ نسيم صابر۱۳۹۲ فروردین ۲۴, شنبه

د مونشن آيالتي محکمې پرېکړه بېرته واخيستل شوه، چې بهرنيو رسنيو ته يې د نويو نازيانو په محاکمه کې ونډه نه وه ورکړې. د آلمان سترې محکمې د يوې ترکي ورځپاڼې دعوه تاييد کړې ده.

https://p.dw.com/p/18FKq
Blick in den Saal 101 im Strafjustizzentrum in den Nymphenburger Straße in München (Bayern) am 12.04.2013. i dem Saal findet ab dem 17.04.2013 der Prozess gegen den NSU statt. Das Oberlandesgericht München muss beim NSU-Prozess eine angemessene Zahl von Sitzplätzen an Vertreter ausländischer Medien vergeben. Das entschied das Bundesverfassungsgericht am Freitag. Foto: Andreas Gebert/dpa (zu dpa "Verfassungsklage gegen Platzvergabe beim NSU-Prozess erfolgreich" vom 12.04.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++
NSU-Prozess in München Presseplätzeانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان سترې محکمې ويلي دي چې د مونشن آيالاتي محکمه بايد «يو وړ شمېر چوکۍ خارجي رسنيو ته ورکړي چې د جرايمو له قربانيانو سره مخصوص تړاو لري.» کېدای شي د «ان اس يو» په نوم د نويو نازيانو د ترهګرې ډلې په وړاندې په محاکمه درې اضافي چوکۍ رامنځ ته شي، چې د اهميت يا پچې اچونې له طريقه خبريالانو ته ورکول کيږي.

د ان اس يو په نوم د نازيانو يوې تروريستي ډلې په آلمان کې ۱۰ تنه بهرنيان ووژل چې د هغوی له جملې څخه نهه تنه ترکي الاصله ول. د دغې ترهګرۍ ډلې د يوې غړې په وړاندې محاکمه په نژدې راتلونکي کې شروع کيږي، چې مشر قاضي په کې ډېر مهم نقش لري. د «صباح» په نوم يوې ترکي ورځپاڼې د آلمان سترې محکمې ته په بېړنۍ توګه شکايت کړی و.

آن پنځه تنه قاضيان به په آلمان کې د نويو نازيانو په وړاندې د محاکمې په سر پرېکړه کوي. څلور قاضيان يوازې په څنګ کې ورسره ناست دي، خو هغوی د مشر قاضي په څېر خپله رايه هم څرګندولی شي. مشر قاضي د قضايي پلټنې څرګندوالی او بهير تعيينوي. دغه مشر قاضي، مانفرېد ګوېڅل نوميږي.

ګويڅل ۵۹ کلن او د مونشن د آيالتي سترې محکمې د دولت ساتنې د سنا تجربه کاره مشر دی. په اتيايمو کلونو کې ده د څارنوال په توګه کار کاوه او بيا يې د قاضي دنده پيل کړه. ګوېڅل په عمومي ډول ډېر نه راڅرګنديږي او رسنيو ته مرکې هم نه ورکوي.

ګېزلا فريدريشسن، چې د «شپيګل» د مجلې سابقه لرونکې د محکمو خبرياله ده، په تېرو شلو کلونو کې کابو ټولې محاکمې څارلې دي او هغه ګويڅل هم پېژني، چې له دويچه ويله سره په خبرو کې يې دی يو ډېر ښه حقوقپوه وباله:

«زه ګويڅل په نسبي توګه له ډېر وخت راهيسې پېژنم. کله چې ما خپله دنده پيل کړه، هغه لا يو ځوان څارنوال و. هغه په هر صورت يو ډېر ښه حقوقپوه دی. هيڅوک له ده سره سيال نه دی. دی ډېر تېز او منظم فکر لري. سړی کولای شي ورته تکنوکرات هم ووايي.»

دغه خبره په محکمه کې ژورناليستانو ته د چوکيو په وېش کې هم څرګنده شوه، چې ګويڅل يې د دغه بهير مسووليت پر غاړه درلود. ويل يې چې د محکمې په تالار کې د رسنيو لپاره د محدودو چوکيو وېش بايد محکمه پخپله تر سره نه کړي. يوازې د ژورنالستانو د راجستر کېدو زماني مهالوېش مهم وبلل شو. له دې لارې په دې باندې پرېکړه وشوه چې څوک قضيه له نژدې څخه کتلی او څارلی شي. دا چې د برېښناليکونو په لېږلو کې يوه ستونزه رامنځ ته شوه، دغه خبره آيالتي سترې محکمې اوس منلې ده. ګويڅل په ليکلې توګه له خپل تصميم څخه دفاع وکړه چې له مخې ژورنالستانو ته چوکۍ د زماني غوښتنې په اساس ورکړل شوې. خو له دې طريقه ترکي مطبوعات محروم شول چې په دغه قضيه کې ډېره لېوالتيا لري ځکه چې د وژل شويو قربانيانو په منځ کې اته تنه له لسو څخه ترکي الاصله ول.

آيا دغه قاضي د دغې قضيې لپاره سم انتخاب دی؟

ګويڅل تل په ډېره جدي توګه عيني او ذهني شرايط په نظر کې نيسي. دی دقيق کار کوي او خپل مسووليت هم جدي ګڼي. دی د حقيقت په لټه کې ډېره جوخته پلټنه کوي. خو ځينې وايي چې دی چندانې حوصله نه لري. د محکمو خبرياله فريدريشسن وايي:

«دی هغه قاضي دی چې تر ټولو کمه حوصله لري. کله چې د ده يو څه خوښ نه شي يا کوم وکيل بې ارزښته شيان ووايي، نو دی راپاريږي. سړی بايد پوه شي چې دغسې خبرې ډېر ارزښت نه لري. خو دی داسې قاضي نه دی چې آرام او برلاسی چلند وکړي، بلکې دی تل ډېره تنده لهجه غوره کوي.»

فريدريشسن له دې کبله په دې شک لري چې ګويڅل به د نويو نازيانو په محاکمه کې سمه لهجه استعمال کړې وي، که نه. خو د رغوونکو خبرو او نرمې لهجې استعمال د هغې په خبره مهم دی ځکه چې د وژل شويو کسانو د خپلوانو غوښتنې او هيلې په دغه قضيه کې ډېر اهميت لري. په دغه محاکمه کې ۷۱ خلکو دعوه کړې ده چې ۴۹ وکيلان ورڅخه استازيتوب کوي:

«په دغه قضيه کې، چې ډېره پېچلې ده، ده ته ډېرې سترګې کږې دي او د محکمې په تالار کې به ډېر احساسات هم وي، ځکه چې د ملکي قربانيانو خپلوان به هلته تشريف ولري. دا چې دی د دې قضيې لپاره سم قاضي دی او له دغو انسانانو سره به سم چلند وکړي، به بيا وليدل شي. دا په هر صورت د ده لپاره يوه ننګونه ده.»

فريدريشسن په دې لړ کې د مشر قاضي مهم نقش ته اشاره کوي چې د آلمان د حقوقي لارو چارو نمايندګي هم کوي. د قربانيانو د خپلوانو لپاره دغه قضيه يوازې پر حقوقي پرينسپونو او اساساتو نه څرخي، چې مانفرېد ګوېڅل ورباندې ډېر ښه پوهيږي. د خپلې کاري دورې په ترڅ کې يوازې يو وارې يوې لوړې فدرالي محکمې د ده په حکم کې اصلاحات راوستي دي. ګويڅل له دې کبله هم هغه سړی بلل کيږي چې دغسې يوه اوږده او مهمه محاکمه پر مخ بيولی او سر ته رسولی شي.