1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکي فعالانو د يوه ۱۲ زره کلن ښار پر تخريبولو نيوکې کړي

۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعه

د ترکيې د حصن کيف ښار بازار د دغه هیواد د تر ټولو زوړ بازارنو له ډلې څخه يو دی چې تاريخي قدامت يې ۱۲ زره کلونو ته رسيږي. تر اوسه پورې د حصن کيف په تاريخي ښار کې د دغه پروت بازار ۷۰ سلنه برخه تخريب شوې.

https://p.dw.com/p/3ShtB
Türkei Hasankeyf
انځور: DW/D. Cupolo

د ترکيې په پارلمان کې مخالفې ډلې د حصن کيف په ښار کې د تاريخي بازار له تخريب څخه خبرداری ورکړی دی. په همدې اړه د دغه ښار يوه اوسيدونکي او د دغه ښار د تخريب مخالف فعال، رضوان ايهان د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د دغه بازار تخريبول د «بشريت تاريخ وروانول دی.»

هغه زیاته کړه: «دا هغه ځای دی چې زه په کې زيږيدلی یم او په کې رالوی شوی یم. د دغه بازار د تخریب ننداره ډيره دردوونکې ده.»

Türkei Hasankeyf
د دجلې سيند پر غاړه پروت دغه بازار، په تاريخي ښار حصن کيف کې موقعيت لريانځور: Diego Cupolo

په پام کې ده چې د دغه بازار له تخريبولو سره، په دغه ځای کې يو واټ ورغول شي. د دغې سيمې يوه بل اوسیدونکي سيتين باتو د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د دغه زوړ بازار شاوخوا ۷۰ سلنه برخه تخريب شوې ده. هغه دا یو «ناورين» وباله.

دغه بازار د دجلې سيند پر غاړه پروت، په تاريخي ښار حصن کيف کې موقعيت لري. ياد ښار د لرغونو او تاريخي آثارو په درلودلو سره، له ځانګړي اهميت څخه برخمن دی. خو اوس په پام کې ده چې دغه ښار هم د کال تر پايه پورې، د ايليسو د اوبو بند په فعاله کیدو سره په اوبو کې ډوب شي. د ښار له اوسيدونکو څخه هم غوښتل شوې چې له دغه ښار څخه بهر د هستوګنې په يو بل ځای کې ميشت شي.

Türkei Ilisu Staudamm Hasankeyf
د حصن کيف په تاريخي ښار کې د ايليسو د اوبو بندانځور: picture-alliance/dpa

د ترکي د خلکو ګوند د ترکيې په پارلمان کې د دغه هيواد يوه تر ټولو ځواکمنه مخالفه ډله ده. په پارلمان کې د دغې ډلې يوه غړي سينزين تانريکولو د پنجشنبې په روځ په ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړه چې په هغې کې د دغه ښار تخريب ښودل کيږي. هغه له دغې ويډيو سره ليکلي دي: «د حصن کيف تاريخي بازار په دغه ډول سره تخريبږي. داسې يو ښار چې ۱۲۰۰۰ کاله تاريخ لري؛ يو فرهنګي ميراث دی او د بشري مدنيت ښکاروندوي کوي.»

د ايليسو د اوبو بند پلان په ۱۹۵۴ کال کې جوړ شوی وو. اوس فعالان د حصن کیف ښار د اوبو لاندې کيدو پر ضد مبارزه کوي.

ks/ms (dpa)