1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکي محکمې د کودتا «د ډلو په سلهاو مشرانو» ته سزا ورکړه

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، پر ضد تر ناکامې کودتا یو کال وروسته د ۲۲۴ شکمنو کسانو محکمه پیل شوه. په دوی کې ځینې پخواني جنرالان هم شامل دي. انقرې تر هغه وروسته په زرهاو کسان زندان ته اچولي.

https://p.dw.com/p/3KmHX
Türkei Istanbul Panzer rollt über Autos
انځور: picture-alliance/dpa/T.Bozoglu

یوې ترکي محکمې د پنجشنبې په ورځ ۲۲۰ تنو ته سزا واوروله. دا په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، پر ضد تر ناکامې کودتا وروسته د ډیر شمیر کسانو د ګرم بللو یو بل مورد دی.

د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو ویلي دي چې محکمې ۱۷ تنو پخوانیو لوړپوړو چارواکو ته د ۱۴۱ وارې عمري بند سزا ورکړه. پر دغو کسانو باندې د «فشار او تاوتریخوالي د کارونۍ له پرمټ د ترکیې د پارلمان او حکومت د چپه کولو د هڅې له لارې» د «اساسي قانون د تر پښو لاندې کولو» تور لګول شوی دی. هغوی همداراز د ۲۵۰ تنو ترکانو پر وژنې او د دوه زره ۷۳۵ تنو نورو د وژلو په هڅې تورن دي.

تیره میاشت څارنوالانو د ۴۰ تنو شکمنو کسانو له پاره د عمري بند غوښتنه کړې وه.

د دغو کسانو محکمه د ترکیې په تر ټولو لویې محکمه کې ترسره شوه چې د انقرې د یوه زندان په ودانۍ کې موقعیت لري. دغه محکمه چې د ۱۵۵۸ کسانو له پاره ځای لري، په ځانګړې توګه په کودتا پورې د تړلو تورنو کسانو د محاکمې له پاره جوړه شوې وه.

Türkei | Sincan-Gefängnis | Ankara | Prozess | Putsch 2016
انځور: picture-alliance/AA/R. Aydogan

د تورنو کسانو له ډلې څخه ۱۷۶ تنه یې همدا اوس هم په زندان کې دي، ۳۵ تنه یې د محکمې د بهیر تر پای ته رسیدو پورې آزاد شوي وو، او ۱۳ تنه نور بیا د ترکیې د حکومت له خوا د تیښتې په حال کې تورن کسان نومول شوي دي. په دوی کې امریکا میشته ترکي مذهبي څیره فتح الله ګولن، هم شامل دی. انقره هغه د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تر شا بولي.

د ترکیې حکومت د فتح الله ګولن سازمان، یو ترهګر سازمان بولي. دا په داسې حال کې ده چې ګولن او ورته نزدي کسان یې بیا د ترکیې د حکومت ادعاوې ردي او ټینګار کوي چې په کودتا کې یې ونډه نه لرله.

د ترکیې حکومت وایي چې په ناکامه کودتا کې لږ تر لږه ۲۴۸ تنه وژل شوي. د ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې پر ۱۵ نیټه د ترکیې د پوځ ځینو برخو د اردوغان د حکومت د چپه کولو هڅه وکړه.

خو کودتا ناکامه شوه او د اردوغان حکومت تر دې وروسته د لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون په زرهاو کسان ونیول. په نیول شویو کسانو کې خبریالان، د بشري حقونو فعلان، وکیلان، ښوونکي او لیکوالان هم شامل وو. پر دغو کسانو باندې د حکومت ضد اقداماتو ترسره کولو تورونه لګول شوي وو.

د ترکیې د عدلیې وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې د کودتا د هڅې په تړاو ۲۶۱ قضیې فیصله شوې دي چې په ترڅ کې یې درې زره او ۲۳۹ تنو ته سزا ورکړل شوې ده.

ms/kh  (AFP, AP, dpa)