1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه او روسیه د سوریې پر موضوع خبرې کوي

۱۳۹۷ دی ۸, شنبه

د ترکیې او روسیې دیپلوماتیک استازي د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کوي. د سیمې کردان چې ځانونه آزاد شوي بولي د نویو متحدینو په لټه کې دي، څو وتوانیږي د ترکیې په مقابل کې مقاومت وکړي.

https://p.dw.com/p/3AlLQ
Syrien Rebellen
انځور: picture-alliance/dpa/V. Nguyen Hoang

د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو نن د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۲۹) په مسکو کې د سوریې د تازه تحولاتو په هکله خبرې اترې پیل کړي دي. د تاس خبري آژانس ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغو خبرو اترو کې حضور نه لري.

په نږدې راتلونکي کې له سوریې څخه د امریکایې عسکرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ له نا اټکل شوي اعلان سره، په دغه جګړه ځپلي هیواد کې یو نوی وضعیت رامنځته شوی دی.

په ترکیې پورې تړلي ځواکونه د سوریې یوه برخه تر واک لاندې لري او روسیه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د بشارالاسد یو له مهمو ملاتړ کونکو څخه ده. پوتین د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۲۸) د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل سره په تلیفوني اړیکه کې له سوریې څخه د امریکایې ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د آلمان د حکومتي ویاند مرستیالې اولریکه دمر، په برلين کې وویل چې دواړو مشرانو د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو له پاره پر دیپلوماتیک حل لارې د نظر یووالی درلود. د سوریې له پاره د نوي اساسي قانون د مسودې د جوړولو له پاره د یوه پلاوي تشکيلول له بنسټیزو ګامونو څخه شمیرل کیږي.

ترمپ په ناببره توګه له سوریې څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ. هغه وویل چې د «اسلامي دولت» یا داعش جنګیالي چې امریکایي ځواکونه یې د ځپلو له پاره دغه هیواد ته تللي وو، په پراخه پيمانه نابود او له منځه تللي دي.

د سوریې په خاوره کې د امریکا مهم متحدين د دغه هیواد دیموکراتیک ځواکونه دي چې د کردانو YPG یا «د خلکو مدافع واحدونه» یې په راس کې قرار لري. دغه واحدونه وتوانیدل له داعش سره په جګړه کې د سوریې د شمال ختیځ په یوې لویې برخې تسلط ترلاسه کړي، هغه څه چې ورځ تر بلې د ترکیې د اندیښنې د زیاتیدو سبب شوی دی. د امریکایي ځواکونو له پر شاتګ سره کردان ځان په تنګۍ کې احساسوي او د نوو متحدینو په لټه کې دي.

د سوریې په شمال کې د منبج پر ښار د ترکیې د حملې د خطر په زیاتیدو سره کردانو د بشارالاسد تر امر لاندې ځواکونه ؤهڅول چې منبج تر خپل کنترول لاندې راولي. دوی ویره لري چې ترکي پوځیان به په سیمه کې په پراخه توګه د کردانو پر سرکوبولو لاس پورې کړي.

منبج ته د سوریایي پوځ د ننوتلو او د دې ښار د وضعیت په اړه ضد او نقيض رپوټونه وړاندې شوي دي. تر اوسه پورې کومې اعتباري او بې طرفه سرچينې، منبج ته د سوریې پوځ دوباره ننوتل نه دي تائيد کړي.

ایران هم د امریکایې ځواکونو د وتلو او منبج ته د سوریې پوځ د داخلیدلو په اړه خپله خوښي څرګنده کړې ده.