1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکیه ثبوت لري چې خاشقجي د سعودي په قنسلګري کې وژل شوی»

۱۳۹۷ مهر ۲۰, جمعه

امریکایي رسنیو ویلي چې د ترکيې چارواکي داسې اسناد لري چې ثابتوي جمال خاشقجي، د اکتوبر میاشتې په پیل کې وژل شوی. ترکیې پر سعودي عربستان تور لګولی دی چې د ځينو کسانو په مرسته یې هغه وژلی او بیا یې جسد له ځان سره وړی.

https://p.dw.com/p/36Q5t
Jamal Khashoggi saudischer Journalist
انځور: picture-alliance/dpa/H. Jamali

واشنګټن پوست ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ترکیې حکومت ثبت شوي ویدیو او غږ لري چې ثابتوي خاشقجي، په استانبول کې د سعودي عربستان په قنسلګري کې وژل شوی دی.

دغي رسنۍ د نه نومول شویو ترکي او امریکایي چارواکو په حواله ویلي دي چې دغه ثبت شوي غږیز او ویډیويي مواد ښيي چې له خاشقجي څیړنې شوې، ربړول شوی او بیا وژل شوی دی. دا هر څه د اکتوبر مياشتي پر دویمه نیټه له هغه وروسته چې دغه خبریال په استانبول کې د سعودي عربستان قنسلګري ته ننوت، شوي دي.

جمال خاشقجي په امریکا متحده ایالاتو کې اوسیده او واشنګټن پوست ته یې مقالې لیکلې. هغه په ترکيه کې د خپل هیواد سفارت ته د واده د اسنادو جوړولو له پاره تللی وو.

تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې ایا امریکایي چارواکو دغه ثبت شوي مواد لیدلې او ارزولې دي، خو واشنګټن پوست روښانه کړې ده چې ترکانو دغه ثبت شوي مواد امریکایي چارواکو ته تشریح کړي دي.

ترکیه پر سعودي عربستان باندې د خاشقجي د وژلو او له قنسلګري څخه د هغه د جسد د ایستلو تور لګوي. د ترکيې رسنیو د چهارشنبې په ورځ د څارګرو کمرو داسې ویډیويي انځورونه خپاره کړل چې ادعا کیږي پکې د سعودي عربستان د وژونکو ډله ښول شوې ده. زیاته شوې ده چې دغه کسان د خاشقجي د وژلو له پاره ګومارل شوي ول. دغه ویډیوګانې په یوازې سر کوم دوسیه نه شي ثابتولی ځکه پکې په قنسلګري کې رامنځ ته شوې پیښې نه ښيي.

امریکايي او ترکي چارواکو تر دې مخکې داسې انګیرلې چې دغه ۱۵ کسیزه ډله ښايي د خاشقجي د برمته کولو او بیا سعودي عربستان ته د هغه د لیږدولو په موخه استول شوې وه.

ریاض په پیښه کې لاس لرل ردوي

سعودي عربستان دا خبره چې هغوی د خاشقجي له برخلیکه خبر دي، په کلکه رد کړې ده. خاشقجي پخوا د ریاض شاهي کورنۍ ته نژدې بلل کیدی، خو بیا وروسته د سعودي عربستان او د دې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان، په سختو منتقدینو بدل شو.

که څه هم ترکیه ادعا کوي چې د سعودي د ښکیلتیا په اړه شواهد لري، خو بیا هم نه غواړي چې په دې قضیه کې يوازي د سعودي عربستان پر ضد ودریږي. د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر مشاور ابراهیم کالین، وویل چې د سعودي په غوښتنه د پیښې د څیړنې له پاره یوه ګډه کاري ډله جوړه شوې ده.

د ولسمشر ترمپ غبرګون

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، هم د دې پیښې په اړه غبرګون ښوولی. ترمپ ویلي: «موږ د دې اجازه نه شو ورکولی. موږ سخت دریځ غوره کړی او هلته څیړونکي لرو. موږ له ترکیې او سعودي عربستان سره [په دې اړه] کار کوو.»

خو ترمپ له سعودي عربستان سره د خپل هیواد پر سوداګریزو اړیکو هم ټینګار وکړ. هغه وویل: «هغوی پر پوځي تجهیزاتو او نورو توکو ۱۱۰ میلیارډه ډالر مصرفوي چې کار رامنځ ته کوي.»

د ترمپ دغه څرګندوني پر سعودي عربستان باندې د فشار راوړلو په برخه کې د هغه زړه نا زړه تیا ښيي.

ms/nz (AFP, AP, Reuters)