1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د الوتکې د رالویدو پېښې ته ځواب ورکوو

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه

ترکیې ویلي چې تر څیړنو وروسته به د سوریې له خوا د خپلې جنګي الوتکې د ویشتلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دمشق وایي چې دې ترکۍ الوتکې د سوریې پر اوبو ټیټه الوتنه کوله او له همدې کبله ویشتل شوې ده.

https://p.dw.com/p/15KCm
انځور: dapd

د ترکیې د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ورځ ناوخته وویل: «ترکیه به په دې اړه خپل وروستۍ موقف تر هغه وروسته چې دغه پېښه په بشپړه توګه وڅیړل شي اعلان کړي او پر ضروري اقداماتو باندې به لاس پورې کړي.»

د ترکیې یوه دولتي تلویزیون ویلي دي چې اوس دمشق او انقره په ګډه کار کوي چې د الوتکې پاتې شونې او دوه لا درکه شوي پیلوټان پیدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولتي تلویزیون د یوه پوځي چارواکي په حواله ویلي دي: «یوه ناپیژندل شوې الوتکه د سوریې حریم ته راداخل شوه. دغه الوتکه د غرب له لوري په ډیر سرعت او کمې ارتفاع د سوریې پر اوبو باندې د حرکت په حال کې وه. د سوریې د هوایي دفاع ځواکونو دغه الوتکه وویشتله.»

دې سوریايي پوځي چارواکي زیاته کړې ده چې الوتکه د سوریې په اوبو کې راغورځیدلې ده.

د سوریې او ترکیې اړیکې

دا پېښه کیدای شي چې د ترکیې او سوریې تر منځ اړیکې لا پسې خړې کړي. د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا وختې په سوریې کې پر روان وضعیت باندې د ترکیې د نیوکو له کبله خړي دي.

تر دې مخکې یوې ترکۍ انترنتي پاڼې ویلي وو چې د دې هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې سوریې له هغه څخه د دې پېښې له کبله بخښنه غوښتې ده. خو وروسته د ترکیې لومړي وزیر دغه خبره رد کړه.

د روان کال په مې میاشت کې ترکیې پر ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره یوه اعلامیه تصویب کړي. سوریه له ترکیې سره ګډه پوله لري او له هغه وخت راهیسې چې په دې هیواد کې جګړه پیل شوې ده، ډیر شمیر سوریایي وګړي ترکیې ته کډه شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض