1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د یوه موټر په چپه کیدو کې ۱۵مهاجر وژل شوي

۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبه

یوه ترکي چارواکي ویلي دي چې د ترکیې په وان ښار کې د مهاجرو د یوه ډک موټر د چپه کیدو په پایله کې پنځلس کسان وژل شوي او۲۰ نور ټپیان دي. ډیر پناه غوښتونکي د ترکیې له لاري اروپا ته د رسیدو هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/3MG7c
Türkei Migration l Flüchtlinge
انځور: Imago/Depo Photos/O. Sagsoz

دغه «میني بس» ډوله موټر په «ایپیکیولو» سیمه کې له یوې تپې لاندې یوه سیند ته لوېدلی دی. د پیښي سيمه د ایران او ترکیې له پولې شاوخوا۶۰ کیلومتره لیرې پرته ده. دغه خبرې یوه ځايي چارواکي محمد امین بیلمیز، د پنجشنبې په ورځ په یوې تلویزني وینا کې کړې دي.

بیلمیز وویل چې اوس د پیښې سیمې ته امبیولانسونه او ژوغورونکي ډلې استول شوې دي. هغه روښانه کړې ده چې لا تر اوسه پورې د قربانیانو هويت روښانه نه دی.

دې ځايي چارواکي ویلي دي: «د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.»

د ترکیې دولتي تلویزیون TRT داسې انځورونو خپاره کړي دي چې ښيي ژغورونکي له یوه سپین رنګه میني بس موټر څخه ټپیان ژغوري.

ډیر هغه کسان چې له افغانستان، پاکستان او یا بندګله دیش څخه اروپا ته رسیدل غواړي له همدې وان ښار څخه په تیریدو ځان د ترکیې لویو ښارونو او بیا اروپا ته رسوي.

(ms/nz (dpa