1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ترکیه کې موټر بم چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعه

د ترکیې په دیار باکر ښار کې د پولیسو د ودانۍ مخ ته په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او سل تنه ټپیان دي. دغه برید څو ساعته وروسته له هغه تر سره کیږي چې د اپوزیسیون مشران پولیسو ونیول.

https://p.dw.com/p/2S8xT
Türkei Anschlag in Diyarbakir
انځور: Reuters/Ihlas News Agency

د بېلا بیلو خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د ترکیې په سویل ختیځه څنډه کې چې زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي، یوې درنې چاودني لږ تر لږه اته تنه وژلي او سل یې ټپیان کړي دي.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې په دیار باکر کې یو کوچنی مني بس موټر د پولیسو د مرکز مخې ته خپل چاودیدونکي توکو ته انفجار ورکړی دی. د نوو معلوماتو له مخې په وژل شوو کسانو کې پنځه ملکي وگړي او دوه تنه پولیس شامل دي. زیاته شوې ده چې دغې ودانۍ ته څیرمه نورو ودانیو ته هم سخت زیان اوښتی دی او د چاودنې غږ تر څو کیلومتره وړاندي پوري اوریدل شوی دی.

د رپوټونو له مخې کله چې قهریدلو ځایي اوسیدونو د حکومت ضد شعارونه ورکول نو پولیسو د خبرداري فیرونه کړي دي. د پولیسو څرخي الوتکو د ښار چار چاپیره الوتني کولې. د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدمیر، منع کړی شوی کردي کارگر گوند (پي کې کې) د دغه برید مسئول گڼلی دی.

د دیار باکر د والي دفتر هم پي کې کې، د دغه برید له پاره مسئوله گڼلې ده او ویلي یې دي چې چاودنه د یوه موټر بم په واسطه تر سره شوې چې د پولیسو ودانۍ ته څیرمه درول شوی وو.

د انټرنیټ څارونکې یوې ډلې، ویلي دي چې د سیاسي سرکوب د څپې په ترڅ کې د جمعې په ورځ په دغه هیواد کې ټولنیزو شبکو لکه ټویټر او وټس اپ، ته لاس رسی ممکن نه دی. تر دې دمخه پولیسو د اپوزیسیون د کردي پلوه گوند اچ ډي پي مشران او نور غړي نیولي ول.

نور مطالب: