1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه ۳۸۰۰۰ زندانیان آزادوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

دغه فرمان په ترکیې کې د اضطراري حالت پر مهال له خپرو شویو فرمانو څخه یو دی. دا په داسې حال کې ده چې په ترکيه کې تر ناکامي کودتا او د ډیرو کسانو تر نیولو وروسته، د زندانونو د ډکیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jjn5
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

په ترکيه کې د چهارشنبې په ورځ څو فرمانونه صادر شول. په دغو فرمانونو کې یو هم هغه دی چې د ۳۸۰۰۰ مجرمینو شرطي آزادۍ ته لار اواروي. د ترکیې حکومت لا تر اوسه پوري د دې پریکړې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې فرمان په پلي کیدو سره به په زندانونو کې ځای خالي شي. په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته، په زرونو کسان نیول شوي دي.

د دې فرمان له مخې هغه کسان آزادیدای شي چې په زندان کې یې ښه چلن کړی وي او د هغوی د بند د وخت دوه کاله یا تر هغه لږ وخت پاته وي. هغه کسان چې له تاوتریخوالي په ډکو جرایمو، قتل، جنسي تیري، کورني تاوتریخوالي، تروریزم او د دولت پر ضد جنایتونو محکوم دي، د دې فرمان پر اساس تر وخت مخکي نه شي آزادیدای.

د ترکیې د عدلیې وزیر بیکیر بزداک، په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې ټینګار کړی دی چې دغه کسان به په شرطي توګه له زندان څخه آزاد شي او دا د بخښنې او یا هم بخشش په معنی نه ده. هغه د بندیانو آزادول «تر څارني لاندي آزادول» بللي دي.

د دې فرمان له مخې به هغه کسان آزاد نه شي چې د جولای میاشتي تر لومړي نیټې وروسته یې جرم ترسره کړی وي. په دې ترتیب سره به نو هغه کسان چې په ناکامه کودتا کې ښکیل دي د دې فرمان له مخې نه آزاديږي.

په ترکیې کې د تیري میاشتې تر ناکامي کودتا وروسته حکومت تر ۳۵۰۰۰ زيات کسان نیولي دي. د کودتا په دې هڅه کې ۲۷۰ کسان ووژل شول.

د نوي فرمان له مخې د نوو کسانو نیونه

د یوه بل فرمان له مخې تر۲۰۰۰ زيات پولیس او د ارتباطاتو د څانګې کارکوونکې له کاره ګوښه شوي دي. پر دغو کسانو باندي له فتح الله ګولن سره د اړیکې تور لګیدلی دی. ګولن په امریکا کې میشت ترکي سیاستوال دی چې د انقرې له خوا د کودتا په پلانولو تورنیږي.

ترکي مقامات پر امریکا متحدو ایالاتو باندي تور لګوي چې د کودتا ملاتړ یې کړی دی. خو واشنګټن بیا دغه تورونه رد کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب