1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکیې اروپا ته د مهاجرو د راتلو مخه ونیوله»

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د لوی بهیر مخه نیول شوې ده. په دې هکله آلماني ورځپاڼې «بیلد» د اروپايي ټولنې د کمیسیون په حواله رپوټ ورکړی دی. د دغه بدلون په هکله د اروپا د اتحادیې سرمشریزه هم بحث کوي.

https://p.dw.com/p/1HOvd
Flüchtlinge Boot Meer Griechenland Türkei Ägäis
انځور: picture-alliance/dpa/O.Kizil /AA Agency

آلمانۍ ورځپانې «بیلد» ویلي دي، په داسی حال کې چې په سپتمبر او اوکتوبر میاشتو کې هره ورځ ۶۹۷۰ مهاجر یونان ته رسیدل، د دسمبر په پیل کې دغه شمیر د ورځې ۳۷۳۱ ته راټیټ شوی دی. د روانې اوونۍ په پیل کې دغه شمیر آن د ورځې یوازې ۲۰۰۰ کسانو ته رسیدلی دی. نوموړې ورځپانې خپل دغه معلومات د اروپا د اتحادېې د کمیسیون په حواله خپاره کړي دي. د ورځپانې په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې ترکیې د خپلو معلوماتو له مخې د دغه هیواد سرحدي محافظینو د دسمبر له لومړې نیټي څخه د دسمبر تر ۱۵ پورې د ۴۶۳۲ مهاجرو مخه نیوله ده چې اروپا ته سفر وکړي.

اروپايي کمیسیون د مهاجرو د شمیر کمیدل له ترکیی سره د تړل شویو موافقو د بریالیتوب نښانه گڼي چې موخه یې په گډه اروپا ته د مهاجرو د بهیر مخنیوی دی. نوموړې ورځپاڼه لیکي چې د اروپا د اتحادېې د کمیسیون رئیس ژان کلود یونکر، به دغه نوې احصایه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د دسمبر ۱۷مه) په بروکسل د ترکیی له صدراعظم احمد داوود اغلو، او د اروپا د اتحادېې د یو شمیر حکومتي مشرانو سره په یوه گډه غونډه کې وړاندې کړې. په دغې ځانگړې غونډه کې د یونان او آلمان ترڅنگ اتریش، سویدن، فینلند، بلجیم، هالند او لوکزامبورگ هم گډون لري.

دری ملیارده یورو

اروپايي ټولنې د نومبر په پای کې له ترکیی سره د کډوالو په کړکیچ کې د عمل پر یوه پلان موافقه وکړه. دغه پلان له انقرې څخه د سرحدونو د سم کنترول غوښتنه کوي، څو اروپا ته د غیرقانوني کډوالو بهیر پای ته ورسوي. د دې په بدل کې به ترکیه دری میلیارد یورو تر لاسه کوي، څو په خپل هیواد کې د څه د پاسه دوه میلیون مهاجرو سمه پالنه وکړي. خو په عین وخت کې انقره هیله لري چې د یو شمیر مهاجرو د منلو لپاره د اروپا اتحادیه الزامي موافقه وکړي. د اروپا د اتحادېې کمیسیون د سه شنبه په ورځ په دی هکله د يو پلان وړاندیز وکړ، خو دغه پلان الزامي نه دی، بلکه هر غړی هیواد کولای شی چې په خپله خوښه ووايي چې څه شمیر بهرني کډوال مني او یا یی منلای شي.

د سرحدي محافظت د ادارې لپاره نوي پلانونه

د پنجشنبې په ورځ د اروپا د اتحادیی د دولتي او حکومتي مشرانو په یوه سرمشریره کې چې په بروکسل کې دایریږي، د نوموړې اتحادېې د سرحدونو د ساتلو او د مهاجرو د ویشې په هکله سلا مشورې کیږي. په دغې دوه ورځنې غوڼده کې به د سرحدي محافظت د یوې نوې ادارې د جوړیدو او دغه راز د اروپا د اتحادېې په بهرنیو سرحدونو کې د پاسپورتونو د کنترول د ټینگولو لپاره د مسوده شویو پلانونو په هکله بحث او خبرې کیږي.

د چهارشنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، پارلمان ته په خپلې حکومتي وینا کې نیوکه وکړه چې د ۱۶۰ زرو مهاجرو د ویش پلان چې له دې مخکې پرې موافقه شوی وه، «دير پڅ» عملي کیږي. په اوکتوبر کې د دغه پلان د تصویب څخه را په دې خوا د اروپا د اتحادیې په غړو هیوادونو کې یوازې ۲۰۰ مهاجر ویشل شوي دي. میرکل وویل:«د مهاجرو په سیاست کې د اروپا پر مخ لا تر اوسه یوه ستونزمنه لاره په مخکې پرته ده.»

په دغې سرمشریزې کې د تروریزم پر ضد د مبارزې او د اروپا له اتحادېې څخه د وتلو لپاره د بریتانیا د ریفرندم په هکله هم بحث او خبرې په پام کې دي. دا د اروپا د اتحادېې د ۲۰۱۵ کال ورستۍ سرمشریزه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب