1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې او سعودي ته د آلمان د وسلو په صادراتو کې ډیروالی راغلی

۱۳۹۷ دی ۲۱, جمعه

تیر کال پر انتقادونو سربیره سعودي عربستان او ترکیې ته د آلمان د وسلو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. په ۲۰۱۸م کال کې یوازې سعودي عربستان له آلمانه د ۱۸۴ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې رانیولي دي.

https://p.dw.com/p/3BLzV
Deutschland Rüstungsexporte Patrouillenboote für Saudi-Arabien
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sauer

په داسې حال کې چې ترکیې او سعودي عربستان ته د آلمان د وسلو په هکله انتقادونه موجود دي، دواړو هیوادونو ته د آلمان د وسلو په برخه کې زیاتوالی راغلی دی. دغه موضوع د دې سبب شوې چې د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې کیڼ اړخي په دې هکله پوښتنې وکړي.

د آلمان د اقتصادي چارو وزارت د دې هیواد په پارلمان کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې [د وسلو او پوځي تجهیزاتو] آلماني شرکتونو په ۲۰۱۸م کال کې یوازي سعودي عربستان ته د ۱۶۰ میلیونه یورو (۱۸۴ میلیونه ډالرو) په ارزښت وسلې لیږلي دي. دغه کچه بیا په ۲۰۱۷م کال کې یوازې ۵۰ میلیونه یورو وه.

پر دې ټولو سربیره، د سعودي عربستان د منتقد خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو او همدا راز په جګړه ځپلي یمن کې د سعودي عربستان د [پوځي] نقش له کبله برلین د تیر کال په نومبر میاشت کې سعودي عربستان ته د خپلو وسلو صادرات وځنډول. سعودي عربستان د یمن د حکومت د ملاتړ له پاره د نهو هیوادونو د یوه ائتلاف مشري کوي.

په دې ترڅ کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیان بیا د یمن له حکومت سره په جګړه او مخالفت کې دي. پر جګړو او ناورین سربیره، تیره میاشت د ملګرو ملتونو په منځګړتوب، د یمن په جګړه کې ښکیلې خواوې د یوه متزلزل او ژر ماتیدونکي اوربند پر سر موافقې ته ورسیدل.

Deutschland Instandsetzung Transportpanzer Fuchs Rheinmetall AG
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

د سعودي عربستان ترڅنګ، ترکیې ته هم د آلمان د وسلو او پوځي تجهیزاتو او په ځانګړې توګه د سمندري ځواکونو د تجهیزاتو په صادراتو کې ډیروالی راغلی دی. د آلمان د پارلمان یا بوندیستاګ د یوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان د اقتصادي چارو وزارت ویلي دي چې په تیر میلادي کال کې ترکیې ته د ۲۰۲ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات صادر شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه کچه بیا یوازې ۶۲ میلیونه یورو وه.

د وسلو په هکله د برلین خراب سیاست

 د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند غړې سیوي ډاګډیلین چې د آلمان د وسلو د صادراتو په هکله یې له حکومت څخه د معلوماتو غوښتنه کړې وه، د آلمان د وسلو پر صنعت تور پورې کوي چې په یمن کې له جنايي جګړې او د اردوغان د تعرضي بهرني سیاست څخه ډیره زیاته ګټه ترلاسه کوي.

Sevim Dagdelen MdB Die Linke
سیويم ډاګډیلین د آلمان د وسلو پر سیاست د انتقاد سربیره وايي چې آلمان باید ترکیې او سعودي ته د وسلو صادرات ودرويانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د کیڼ اړخو د ګوند استازې ډاګډیلین د (ZDF) په نامه آلماني تلویزیون ته وویل چې د انګلا میرکل ائتلاف حکومت باید تر دې وروسته ریاض او انقرې ته د دغه راز صادراتو مخه ونیسي او په خبره يې د وسلو د صادراتو په برخه کې دغه راز یو نامناسب سیاست ته د پای ټکی کیږدي.

تیره میاشت میرکل ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۹م کال تر نیمايي پورې به د آلمان د پوځي تجهیزاتو په لارښود کې چې د ۲۰۰۰م کال راهیسې د تطبیق وړ دی، ژور تغیرات راولي.