1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې ته د افغان سوداګرو تیښته او هلته پانګونه

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه تائیدوي چې په سلګونه افغان سوداګر تیر کال ترکیې ته تللي او هلته یې پانګونه کړې ده. د نارينه و ترڅنګ یو شمیر ښځینه افغان تجارانو هم په ترکیې کې پانګونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Xmya
Türkei Stadtansicht Istanbul bei Nacht
انځور: picture-alliance/blickwinkel/imagesandstories

سمیرا قاسمي چې ۲۸ کلنه او د دوو ماشومانو مور ده دوه کاله مخکې له کابل څخه ترکیې ته لاړه. نوموړۍ په افغانستان کې ښوونکې وه او د نا امنیو له امله له افغانستان څخه مهاجره شوه.

د نا امنیو ترڅنګ د سړي تښتونې په څیر جنایي پيښو د افغانستان په لویو ښارونو کې د سوداګرو ژوند ستونزمن کړی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه وایي چې په سلګونو افغان سوداګر له دې هیواده وتلي او په نورو هیوادونو کې یې پانګونه کړې ده.

سمیرا وایي: «په افغانستان کې وضعه خبرابه ده، چاودنې او ځانمګري بریدونه دي. څوک پانګونې ته زړه نه ښه کوي. سربیره پر دې دلته (ترکیه کې) ښځو ته هم درناوی کیږي.»

سمیرا شاوخوا لس میاشتې مخکې په ترکیه کې سرمایه ګذاري وکړه او د افیون په ښار کې چې له انقرې څخه نږدې څلور ساعته واټن لري د «مهاجر» په نوم یې یو هوټل پرانیست. نوموړۍ په دې رسټورانټ کې خپلو پیرودونکو ته افغاني خواړه لکه، منتو، قابلي، بولاني او نور.... وړاندې کوي.

سمیرا وایي چې زیاتره پيرودونکي یې افغانان دي خو د سیمې خلک هم دې رسټورانټ ته ورځي. د هغې په خبره ډیر شمیر افغانانو په ترکیې کې پانګونه کړې ده. دا وایي چې په ترکیې کې داسې ډیر افغانان پيژني چې دلته یې کورونه اخیستي دي او پانګونه یې کړې ده او غواړي چې په ترکیه کې اقامت ترلاسه کړي.

Türkei Migration l Flüchtlinge
انځور زمونږ له آرشیف څخه: افغان کډوال په ترکیه کېانځور: Imago/Depo Photos/O. Sagsoz

د تیر میلادي کال په ورستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره هیئت غړي خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل چې په روان میلادي کال کې نږدې ۸۰۰ سوداګر له افغانستانه وتلي او ازبکستان او ترکیې ته تللي دي.

افغان سوداګر حاجي هاشم پنځه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان له بغلان ولایت څخه د ترکیې استانبول ته تللی دی. حاجي هاشم وایي: «زموږ کار تجارت دی. ځنې ساختماني وسایل له دې ځایه افغانستان ته استوو او دلته کار کوو.»

هاشم وایي چې افغانستان یي د نا امنیو په دلیل پرې ايښی دی: «په تیر یو یا دوو کلونو کې ډیر افغانان دلته راغلي دي.» د حاجي هاشم په خبره د افغانستان نږدې ۳۰ سلنه سوداګر ترکیې ته راغلي دي او دلته تجاراتي کارونه کوي.

پر سوداګرو سربیره خبریالان هم ترکیې ته ورغلي او هلته په کاروبار اخته دي. نظر الدین مصلح چې په افغاني رسنیو کې یې کار کاوه هم د امنیتي ګواښونو له امله ترکیې ته تللی دی. هغه چې اوس په ترکیه کې د مشورې ورکولو په یوه دفتر کې کار کوي وایي چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې ډیر افغان سوداګر ترکیې ته راغلي وو، خو تیر کال یې شمیر کم شوی دی. د هغه په خبره دغه رقم افغان سوداګر د ترکیې د ویزې د نه ترلاسه کولو، د پيسو پړسوب او په دې هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله ټیټ شوی دی.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف حخه انځوریز رپوټ: 

مصلح وویل: «ډیر سوداګر پيژنم چې له ۲۰ څخه تر ۴۰ زرو ډالرو پورې یې ورکړي دي او واړه تجارتي کارونه یې پیل کړي. شاید شمیر یې په زرګونو کسانو ته ورسیږي. زه داسې سوداګر پيژنم چې ۳۰ زره ډالرو باندې یې د سمارقو فارم جوړ کړی دی.»

د دغه پخواني خبریال په حواله یو شمیر هغه سوداګر چې په غیر قانوني توګه ترکیې ته راغلي دي هم توانیدلي دي په دې هیواد کې پانګونه وکړي او د کبانو او چرګانو د روزنې او یا هم د خیاطۍ دستګاه جوړې کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز