1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تریزا می به د بریتانيا نوې لومړۍ وزيره وي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د بریتانيا په محافظه پاله گوند کې د واک پر سر د مبارزې په هکله پرېکړه ډیر ژر وشوه. د کورنیو چارو وزیره تریزا می، په رسمي توگه د بریتانيا د محافظه پاله گوند د مشري په توگه نومول شوې. په چهارشنبې به هغه لومړۍ وزيره شي.

https://p.dw.com/p/1JNWN
انځور: Reuters/N. Hall

د بریتانيا په محافظه پاله گوند کې تریزا می، ته لار پرانیستله شوه چې د لومړي وزير ډېویډ کامرون ځای ناستې شي. د چهارشنبې په ورځ به هغه د لومړۍ وزيري په توگه ډواننگ سټریټ ۱۰، (صدرات مقام) ته وکوچیږي. ډیویډ کامرون به په همدغه ورځ ملکې الزابت دوهمي ته خپله استعفا وړاندي کړي. په اصل کې کامرون دغه گام د سپتمبر میاشتې له پاره اعلان کړی وو.

می، د دوشنبې په ماښام د لنډو څرگندونو په ترڅ کې ویلي دي چې د لومړۍ وزيري په توگه به هغه دا خبره یقیني کړي چې بریتانيا له اروپایي اتحادیې څخه وځي. هغې ویلي دي چې «د بریگزت معنی بریگزټ ده. موږ به یوه ښه بریتانيا جوړه کړو.» د بریگزټ مخفف له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو له پاره کارول کیږي.

اروپایي شریکان باید له صبره کار واخلي

خو هغې تر مخه داسې زیگنال ورکړی وو چې له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په هکله د رسمي خبرو اترو له پاره یو څه وخت پریښودل غواړي. د هغې دې خبري چې د روان میلادي کال تر پای د مخه به له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو عریضه وړاندي نه کړي د هغو اروپایي هیوادونه غوسه راپارولې وه چې د ژر حل پر سر ټینگار کوي. می، د بریگزټ کمپاین پر مهال په اروپایي اتحادیه کې د پاتیدو غوښتنه کوله.

د دوشنبې په ماسپښین د لومړي وزارت څوکۍ له پاره د می، وروستۍ سیاله هم له خپله نوماندۍ لاس پر سر شوه. د انرژۍ وزیره اندریا لیدسم له شنبې ورځي راهیسې د یوې مرکې له کبله تر سخت انتقاد لاندې ده. له «ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې هغې دې ته اشاره کړې وه چې د یوې مور په توگه به د حکومت ښه مشره وي، نسبت یوې بې اولاده سیالي ته.

د بریتاتنيا لومړي وزير ډیوډ کامرون په ډاوننگ سټریټ کې د دوشنبې په ورځ ویل چې تریزا می، د محافظه پاله گوند «بشپړ ملاتړ» لري او راتلونکې لومړۍ وزيره به وي.

کامرون دغه بیانه د لیدسم، له خوا د کاندیداتورۍ له سیالۍ څخه د لاس پر سر کیدو وروسته ورکړه. په پام کې ده چې کامرون به د سه شنبې په ورځ د کابینې په وروستۍ غونډه کې گډون وکړي.