1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر اسامه وروسته د چا وار دی؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

په داسي حال کي چي د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ځان ته دا حق خوندي ساتلی، چي ددغي شبکې په نور کسانو او يا د هغه په ملګرو پسي خپله څارنه او د هغو نيول يا وژل جاري ساتي، ډيری دا پوښتنه کوي چي اوس به د چار وار وي؟

https://p.dw.com/p/11GNC
د القاعده شبکې وژل سوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده شبکې وژل سوی مشر اسامه بن لادنانځور: AP

امريکايي ځانگړو ځواکونو تر لس کلن تلاښ وروسته د پاکستان پلازمېني ته نژدې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.

د څو کلونو را په دې خوا امريکايي چارواکو ويلي دي چي د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر د پاکستان د کوټي په ښار کي د خپلي شورا سره چي د « کوټي شورا» په نامه هم مشهوره ده، ديره دی.

پاکستان دا ردوي چي ملا عمر او يا د «کوټي شورا» دي د پاکستان په خاوره کي مقر ولري. خو وروسته له هغه چي اسامه بن لادن پلازميني اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد کي کشف سو او د می پر دوهمه ووژل سو، ډير لږ خلک د پاکستان په خبره باور کوي.

د کوټي د ښار خلک وارخطا دي او ځيني يې د اسلامي زورپالني ضد جګړې د دواړو اړخونو څخه کرکه لري.

د دغه ښار يو اوسيدونکی، ذالفقار ترين چي د درمل جوړني يو استازی دی او پر درملتونونو باندي دواوي پلوري د رويترز خبر آژانس ته خپله انديښنه داسي څرګنده کړې:

« زه له ملا محمد عمر او يا نور طالبانو سره هيڅ خواخوږي نه لرم او نه هم له امريکايانو سره.»

ذوالفقار د جګړې پر دواړو اړخونو په غوسه دی او وايي: « هو طالبان ترهګر دي، خو امريکا هم ترهګره ده.»

د امريکا د متحده ايالاتو له پاره اوس تر ټولو مهمه مسئله دا ده چي يوه لاره پيدا کړي او د افغانستان لس کلني جګړې ته خاتمه ورکړي، ښايي د ملا عمر نيول يا وژل په دې لاره کي پريکړنده رول ولوبوي.

يو عربي ديپلومات د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط درويترز د خبري آژانس خبريال فيصل عزيز ته چي په کوټه کي وضعيت له نژدې څاري، وويل: « که چيري هغوی رښتيا هم غواړي چي په پاکستان او افغانستان کي ثبات ټينګ سي، دوی بايد په ملا عمرپسي وګرځي.»

دغه ديپلومات زياته کړه:« زه ښايي تعجب ونه کړم چي هغه د امريکايانو د بريد بل هدف وګرځي.»

کوټه 2.5 مليونه نفوس لري، چي په هغو کي افغانان هم شامل دي. دغه ښار په يوه اواره دره کي چي غرونه ورباندي راگرځېدلي پروت دی. دغه ښار د افغان کډوالو ټاټوبی دی، او د افغانستان تر سرحد څخه يوازي سل کيلو متره لري په يوغرني کوتل سره بيل سوی دی.

افغان چارواکي وايي چي کوټه د طالبانو يو معنوي ا‌ډه ده ، چي د هغوی جنګيالي خپله ستومانتيا باسي او د ټپيانو يې درملنه کيږي. د بلوچستان د ګازو د شتمني صوبي په دغه پلازمېنه کي هري خواته د تلاشۍ پوستي اچول سوي او هر پردی سړی چي تيريږي، ورته د شک په سترګه کتل کيږي.

خو د تلاشۍ دغه پوستې د طالبانو له بيري نه، بلکي د بلوچستان د جلاغوښتونکو ياغيانو د ګواښونو له امله اچولي سوي دي.

د کوټي د ښار د يوه هوټل يو کار کونکي، ناصر خان وايي: « پاکستان بايد طالبانو پر ضد د امريکا له جګړې څخه ووزي.»

ناصر خان خپل ښار ته طالبان خطر نه ګڼي او وايي: « ملا عمر له پاکستان سره هيڅ غرض نه لري، هغه يوازي په افغانستان کي، په څپل هيواد کي د امريکايانو پر ضد جنګيږي، هغه زموږ دښمن نه دی، او موږ بايد کار په ونه لرو.»

که څه هم کوټه د طالبانو اډه بلله کيږي، خو په ښار کي د زور پالونکو د واکمنۍ نښه نښانه نه لدل کيږي. ښځي آزادي لري او پرته له کوم خڼد يا بيري بازارانو ته ځي خپلي سوداوي کوي.

په دکانونو کي د هندي فلمونو او د پاپ د موسيقۍ کسيټونه هم پلورل کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل