1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیچا ځان ولسمشرۍ ته نه دی نومولی

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۳۰, شنبه

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر له پیلیدو څخه څه نا څه یوه اوونۍ تیریږي خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې لا تر اوسه پورې هیچا خپل ځان نه دی نومولی.

https://p.dw.com/p/19lVe
انځور: AP

د ټاکنو کمیسیون وایي چې د شنبې تر ورځې پورې د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره هیڅ یوه افغان هم خپل ځان نه دی نومولی. خو د دغه کمیسیون چارواکي زیاتوي چې د ولایتي شورا ګانو له پاره بیا څه باندي ۲۰۰ تنو چې کم شمیر یې میرمنې دي خپل ځانونه کاندید کړي دي. په افغانستان کي په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې او د ولایتي شورا گانو ټاکنې کیږي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل، د شنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې دوی نه پوهیږي چې تر اوسه پوري ولي هیڅ یوه کس هم د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره ځان نه دی نومولی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون روښانه کړې ده چې تر اوسه پورې د یوې ښځې په ګډون ۴۶ تنو د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره د نوماندیدو په اړه معلوماتي بستې تر لاسه کړې دي.

ښاغلی امرخیل وايي چې تمه لري د نوماندانو د نوم لیکنې مهلت تر وروستۍ ورځې پورې چې د میزان ۱۵مه نیټه ټاکل شوې ده یو شمیر د کسان خپل ځانونه د ولسمشرۍ څوکي له پاره ونوموي: «تر اوسه پورې د هغو کسانو له ډلي څخه چې د ولسمشرۍ څوکۍ د نوماندیدو له پاره یې معلوماتي بستې تر لاسه کړي دي هیڅ یو هم ځان نه دي نومولی. زموږ په قانون کې د سنبلې له ۲۵مې یعني د تیري اوونۍ له دوشنبې ورځې د میزان میاشتي تر ۱۵مې پورې وخت د نوماندانو نوم لیکنې ته ځانګړی شوی دی. د دې نیټې تر پشپړیدو وروسته بیا د هیڅ یوه کس نوماندي هم نه منل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورګانو له پاره د ښځو په ګډون ګڼ شمیر کسانو په مرکز او ولایتونو کې ځانونه له کمیسیون سره ثبت کړي دي. د ټول ټاکنو د کمیسیون د شمیرو له مخې تر اوسه پورې د هغو کسانو له ډلې څخه چې ولایتي شورګانو ته د نوماندي په اړه یې معلوماتي بستې تر لاسه کړي دي، څه نا څه شل سلنه یې خپل ځانونه هم نومولي دي. د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، تر شنبې ورځې پورې ثبت شوې شمیرې په دې ډول وړاندې کړې: «د ولایتي شورګانو له پاره تر اوسه پورې ۱۷۷۶ تنو معلوماتي بستې اخیستي چې ۲۱۳ تنو یې نومونه لیکلي دي. د دغو کسانو په ډله کې ۲۳ تنې ښځې هم شاملې دي.»

په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندیدو له پاره یو شرط دا دی چي نوماند باید د ملک له شلو ولایتونوڅخه د نزدې سل زره کسانو د کارتونو شمیرې د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې کړي او همداراز دې کمیسیون ته یو میلیون افغانۍ ضمانت وکړي. ښايي دغه شرطونه د یو شمیر احتمالي کسانو له پاره یو څه سخت وي او له همدې کبله یې تر اوسه پورې خپل ځانونه نه وي نومولي. په دې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل، وايي: «امکان لري چې زموږ شرایط لږ سخت وي. نوماندان هم وخت ته اړتیا لري او موږ هم وخت ته اړتیا لرو. هیله لرو چې نوماندان دقیق معلومات کمیسیون ته ورکړي.»

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورګانو ټاکنې د راتلونکي کال د حمل پر شپاړسمه نیټه تر سره شي. د دغو ټاکنو له پاره په ټول هیواد کې سر له اوسه کار په پراخه کچه تیارۍ پیل شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب