1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر اوسه ۹۳۰۰ افغانان آلمان ته راوستل سوي دي

۱۴۰۰ بهمن ۲, شنبه

د آلمان حکومت وايي چي د جنورۍ مياشتي تر نيمايي پوري يې ۲۰۴۰۰ افغانانو ته و آلمان ته د راتلو هوکړه کړې وه.

https://p.dw.com/p/45x3u
Afghanistan Neue Evakuierung vom Flughafen Hamid Karzai - Kabul
زيات شمير افغانان لا آلمان ته د راتلو په انتظار ديانځور: Marwan Tahtah-Balkis Press/abaca/picture alliance

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاگ کي د حزب اختلاف کيڼ گوند د آلمان له حکومت څخه پوښتنه کړې وه چي تر اوسه يې کوم شمير افغانان آلمان ته راوستلي دي. د »فونکه« په نوم رسنيزي ډلي د شنبې په ورځ و یادي پوښتني ته د آلمان د حکومت د لیکل سوي جواب په هکله معلومات خپاره کړي دي.

د آلمان حکومت د کيڼ گوند په جواب کي ليکلي دي چي د روانې جنورۍ مياشتي تر نيمايي پوري يې په ټوليزه توگه تقريبا ۲۰۴۰۰ ځايي افغان همکارانو او د هغوی کورنیو ته و آلمان ته د راتلو هوکړه کړې وه. حکومت زياته کړې چي د ياد شمير تر څنگ ۸۰۰۰ نورو داسي افغانانو او د هغوی د کورنۍ غړو ته يې و آلمان ته د راتلو هوکړه کړې ده چي »په ځانگړې توگه د گواښ سره مخامخ« کسان دي.

د آلمان د حکومت په وينا د ۲۰۲۱ عيسوي کال د می مياشتي له ۱۵ نېټي راهيسي په ټوليزه توگه ۹۳۰۰ افغان ځايي همکاران، د هغو د کورنۍ نژدې غړي، تر گواښ لاندي کسان لکه ژورنالستان او د بشري حقونو فعالين او د هغوی د کورنۍ غړي آلمان ته رارسېدلي دي. د آلمان د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چي يو شمير افغانان چي له آلمان څخه يې د راتلو هوکړه ترلاسه کړې، په خپله له افغانستان څخه دباندي نورو هيوادونو لکه پاکستان ته تللي دي او لا تر اوسه هلته و آلمان ته د راتلو په انتظار دي.

د آلمان حکومت ويلي دي چي هغه کسان چي په افغانستان کي يې د آلمان سره همکاري کړې، لا تر اوسه کولای سي چي د آلمان سره ځانونه ثبت کړي چي گواښ ورته پېښ دی. په افغانستان کي د طالبانو د پر واک راتلو څخه څو مياشتي وروسته لا هم په زرونو د آلمان ځايي افغان همکاران په افغانستان کي بند پاته دي.

کيڼ گوند د آلمان پر حکومت د تر گواښ لاندې افغانانو سره د چلند له کبله واضح تنقيد کړی دی. په بُندستاگ کي د کيڼ گوند استازي، کلارا بيونگر ويلي دي: »تر گواښ لاندي کسان چي د راتلو هوکړه لري تر اوسه يې ورڅخه دريمه برخه په دې توانېدلې ده چي آلمان ته راسي. پر واک د طالبانو د راتلو راهيسي د څو مياشتو وروسته دا يوه بيروونکې محاسبه او بېلانس دی.«

آ./ا.ا./ا.خ.ح.