1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ايټاليا وروسته هسپانيا د مهاجرو د مقصد هيواد ګرځيدلی

۱۳۹۷ دی ۱۶, یکشنبه

له ايټاليا وروسته اوس هسپانيا د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو د مقصد هيواد ګرځيدلی دی. ايټاليا تيرکال څو ځله په سمندر کې د ژغورل شوو مهاجرو کښتيو ته اجازه ورنه کړه چې په بندرونو کې يې مهاجر کوز کړي.

https://p.dw.com/p/3B5PE
Lesbos Ankunft Flüchtlingsboot
مالتا او قبرس ته په رسيدلو مهاجرو کې افغانان ډير دي - آرشيف انځورانځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masiello

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د اروپايي ټولنې د بهرنيو سرحدونو ساتونکی آژانس «فرونټکس» وايي، په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۱۵۰ زره غيرقانوني مهاجر اروپايي اتحاديې ته دننه شوي چې دا په تيرو پنځو کلونو کې د رسيدلو مهاجرو تر ټولو ټيټ شمير دی. په ۲۰۱۵م کال اروپا ته له يو ميليون څخه ډير مهاجر ورسيدل.

په داسې حال کې چې هسپانيا بېلابېل انتخابات په مخ کې لري، دغه هېواد ته د مراکش له لارې د رسيدلو مهاجرو شمير دوه برابر پورته، يعنې ۵۷ زرو ته رسيدلی دی.

تير کال، وروسته له هغې چې ايټاليا اعلان وکړ چې نور په خپلو بندرونو کې د ژغورل شوو مهاجرو کښتيو ته د لنګر اچولو اجازه نه ورکوي او دغه کار يې په عمل کې هم ثابت کړ، دغه هيواد ته د تازه رسيدلو مهاجرو په شمير کې ۸۰ سلنه کموالی راغی يعنې شاوخوا ۲۳ زرو ته راښکته شو. دا له ۲۰۱۲م کال راهيسې تر ټولو ټيټ ارقام دي.

يونان او قبرس ته د رسيدلو مهاجرو شمير ۵۶ زرو ته پورته شوی دی.

د رپوټ په حواله، په دغو مهاجرو کې تر ټولو ډیر يې افغانان، سوريايان او يا هم عراقيان دي. قبرس او يونان ته مهاجر د مديترانې له هغه اړخه چې د «ختيځې مديترانې لار» باندې شهرت لري او اروپا ته د مهاجرتونو يوه تر ټولو فعاله لار ګڼل کيږي، سفرونه کوي.

Symbolbild Frontex
فرونټکس وايي چې نور د مهاجرو په اړه تازه معلومات نه خپرويانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د هسپانيا ساحلي ساتونکو د جمعې په ورځ وويل چې دوی په ټولنيزو رسنيو کې په سمندر کې د ژغورل شوو مهاجرو په اړه د تازه معلوماتو خپرول درولي دي. خو زياته کړې يې ده که خبريالان ورڅخه د معلوماتو غوښتنه کوي، هغوی سره به يې شريکوي.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني چې د تيرکال انتخاباتو وروسته بریالی شو، د مهاجرو د سخت قانون پلوي کوي. هغه غواړي د مهاجرو پر وړاندې د سخت او شديد سياست په غوره کولو دغه هيواد ته د مهاجرتونو مخه ونيسي. سالويني د نوي کال څخه څو ورځې مخکې هغه مهال چې مرستندويانو په سمندر کې شاوخوا ۳۰۰ مهاجر وژغورل هم ويلي وو چې نه غواړي مهاجر ومني.

خو له دې ټولو سره سره، په ايټاليا کې د مهاجرو په تړاو د دولت د سخت سياست پر ضد او د مهاجرو په پلوي پراخې مظاهرې هم شوي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: