1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر بن وروسته په توکیو کي د افغانستان په هکله کنفرانس دایریږي

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

د افغانستان په هکله د بن د کنفرانس وروسته به د راتلونکي کال په جولای کي، جاپان د يو بل کنفرانس کوربه وي. په دغه کنفرانس کې به د راتلونکو کلونو له پاره د افغانستان سره د مرستو جزییات اعلان سي.

https://p.dw.com/p/13N6I
توکیو په راروان کال کې د افغانستان په هکله د نړیوال کنفرانس کوربه دي
توکیو په راروان کال کې د افغانستان په هکله د نړیوال کنفرانس کوربه ديانځور: Creative Commons/Poppy

د افغانستان په هکله د بن په دوهم کنفرانس کي د جاپان استازي وویل چي هیواد به يې یو وار بیا په راتلونکي کال کي د افغانستان په هکله د یو لوی نړیوال کنفرانس کوربه وي. د هغه په حواله په دغه کنفرانس کي به نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو جزییات اعلان کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چي توکیو د افغانستان په هلکه د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب پر غاړه اخلي. تر دې وړاندي په ۲۰۰۲ کال کي هم د بن تر لومړۍ نړیوالي غونډي وروسته په دغه ښار کې له افغانستان سره د مالي مرستو یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی وو.

په ۲۰۰۲ کال کر د افغانستان په هکله د توکیو غونډه
په ۲۰۰۲ کال کر د افغانستان په هکله د توکیو غونډهانځور: AP

د توکیو پر را روان کنفرانس سربیره به د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کي د متحده ایالاتو په شیکاګو کي د ناټو په غونډه کې د افغانستان راتلونکې تر بحث لاندي ونیول شي.

په داسې حال کې چې نړیوال له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کي د خپلو ټولو پوځي ځواکونو د ايستلو خبري کوي، ډیر شمیر افغانان بیره لري، چي تر دغي مودې وروسته به له افغانستان سره د نړیوالي ټولنې مالي مرستي هم کمي سي.

د افغانستان د ماليې وزیر، حضرت عمر زاخیل وال، ویلي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان هر کال ۷ ميليارده ډالره بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري، ترڅو خپلي امنیتي او پر مختیایي پروژې تمویل کړي.

افغان حکومت په دې هم پوهیږي، چي نړیواله ټولنه به ورسره د تل له پاره خپلو مالي مرستو ته دوام ور نه کړي نو له همدې کبله یې اوس ډیر پام د هيواد د طبیعي زیرمو کیندلو ته اړولی دی.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل