1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر خیمو لاندې د لیک لوست ستونزې

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د نوي روزنیز کال له پیلیدو سره په ټول افغانستان کې لس میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل. د دغو ماشومانو پنځوس سلنه اوس په خیمو کې، تر ونو لاندې او په آزاده فضا کې زده کړې کوي.

https://p.dw.com/p/189c1
Schülerinnen, die mangels Schulgebäude in einem Zelt lernen müssen. Schulbeginn in Afghanistan Bild: DW/Hossein Sirat
Schulbeginn in Afghanistanانځور: DW/H. Sirat

آن د افغانستان په پلازمینه کابل کې، داسې ډیر شمیر ښوونځي شته چې زده کوونکي یې تر خیمو لاندې زده کړې کوي‎. د کابل یو شمیر ښوونځي میزونه او څوکۍ هم نه لري او له دې کبله ډیر شمیر ماشومان پر خاورو ناست وي.

آرزو یوه یوولس کلنه نجلۍ ده چې د کابل په یوه ښوونځي کې له خپلو همټولګیو سره تر یوې خیمې لاندې زده کړې کوي. هغه وایي: «کله چې خاکباد کیږي زموږ کتابونه او کتابچې باد وړي. موږ کتابونه نه لرو او استادان پر موږ باندې فشار راوړي چې کتابونه راونیسو. کله چې باران اورې زموږ کتابونه او جامې په خټو ککړیږي.»

آرزو وایي چه هغه او درې تنې نورې همټولګۍ یې مجبوره دي چې پر یوې داسې څوکۍ باندې کښینې چې په اصل کې د دوو کسانو له پاره جوړه شوې ده. هغه زیاتوي چې د درسي کتابونو د کمښت له کبله نه شي کولای چې خپل درسونه په سمه توګه پر مخ یوسي.

د یونیفروم رانیول یوه بله ستونزه ده چې د آرزو په شان زده کوونکې ورسره لاس او ګریوان دي. به کابل او د افغانستان په ډیرو نورو ولایتونو کې داسې کورنۍ ژوند کوي چې نه شي کولای خپلو ماشومانو ته د ښوونځي یونیفروم برابر کړي. آرزو وايي: «هغه زده کوونکې چې تازه ښوونځي ته راځي، ورته د ښوونکو له خوا ویل کیږي چې باید د ښوونځي یونیفورم جوړ کړي. موږ پیسې نه لرو چې دغه کار ترسره کړو.»

«په راتلونکې کې ستونزې لا پسې ډیریږي»

د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړل شوي ول. د افغانستان د معارفو اوسنۍ نظام یوولس کاله مخکې رامنځ ته شو او مرسته کوونکو هیوادونو ورسره په میلیونونو ډالر مرستې وکړې.

د افغانستان د پوهنې وزارت په حواله اوس مهال په افغانستان کې ۵۰ سلنه ښوونځي مناست تعمیرونه نه لري. په همدې حال کې د دې وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د ښوونځیو له پاره د نوو ودانیو د جوړول د هغوی د کاري اجندا په سر کې دي. په دې ترتیب سره نو اوس پلان شوې ده چې د افغانستان د بیلابیلو سیمو د ضرورت له مخې په دې هیواد کې د ښوونځیو ۹۰۰۰ نوې ودانۍ جوړې شي. خو پر دې سربیره هم د افغانستان د پوهنې وزارت ګواښ کوي چې په راتلونکي کال کې به د ښوونځیو د تعمیرونو د نه شتون ستونزه لاپسې لویه شي.

د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردک، د سږني ښوونیز کال په پیل کې اعلان وکړ چې نیمایي نوي جذب شوي زده کوونکي به تر خیمو لاندې او یا هم په آزاده فضا کې زده کړې وکړي.

ثریا د کابل په یوه ښونځي کې ښوونکې ده چې زده کوونکي یې تر یوې خیمې لاندې زده کړې کوي. هغه وایي: «تر خیمو لاندې خاورې او ګرد ډیر وي. که باران وشي نو خټې هم وي. خو موږ اړ یو چې خپل ځانونه له دغه شان شرایطو سره عیار کړو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب