1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیر شمیر جوماتونه د دولت له کنتروه بهر دي

حسین سیرت۱۳۹۲ بهمن ۳, پنجشنبه

په افغانستان کې جوماتونه عامه افکارو ته د شکل ورکولو په برخه کې مهم نقش لوبوي. ټولنپوهان وایي چې په ځینو جوماتونو کې د بنسټ پالنې ترویجول نه یوازې جگړې ته شدت وربخښي، بلکې هغه لا پسې اوږدوي.

https://p.dw.com/p/1Aw3w
انځور: MUNIR UZ ZAMAN/AFP/Getty Images

په جوماتونو کې مولویان نه شي کولای د دولت پر ضد خبرې وکړي، ځکه چې د حج او اوقافو وزارت پر هغوی کنترول لري خو څیړونکي پر دې باور دي چې په نا امنو سیمو کې د یو شمیر مولویانو تبلیغات بنسټ پالنې ته لمن وهي او د افغانستان د جگړې لمبې لا پسې تودوي. د افغانستان امنیتي بنسټونو په ځینو مواردو کې ځانمرگي برید کوونکي او هغه کسان چې پر دولتي اهدافو باندې د برید کولو قصد لري، له مسجدونو څخه نیولي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت دا خبره مني چې د دولت مخالفین په ځینو مواردو کې له مسجدونو څخه د بنسټ پالنې د ترویجولو او د دولت پر ضد د تبلیغاتو له پاره استفاده کوي. د حج او اوقافو په وزارت کې د مسجدونو د څانگې رئیس عبدالملک ضیایي، وایي چې پر مسجدونو باندې د حکومت نظارت کابو صفر ته نزدې دی. هغه زیاتوي: «په لیریو پرتو ولسوالیو کې چې مخالفین په کې تمرکز لري نه یوازې زموږ مسجدونه یې اخیستي دي بلکه ښوونځي یې هم اشغال کړي دي. جوماتونه یې هم اشغال کړي دي او دولتي ادارې یې هم تر پوښښ لاندې راوستي دي.»

د حج او اوقافو وزارت د احصایو له مخې ۱۲۰ زره جوماتونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، یوازې ۳۵۰۰ جوماتونه له وزارت سره ثبت شوي دي او خطبې یې تنظیمیږي. د ضیايي په وینا د ثبتو شویو جوماتونو د ملا امامانو د جمعې د ورځې د خطبې سوژې او موضوعات د حج او اوقافو وزارت له لوري تنظیمیږي.

ضیايي وایي چې په امن ناکه ولایتونو او هغو سیمو کې چې د حج او اوقافو وزارت کنترول لري، له جوماتونو څخه سو استفاده نه کیږي. هغه زیاتوي: «که څه هم په افغانستان کې د بیان آزادي ده او یو شمیر سر خوږیو شتون درلودلی دی، خو موږ له منبرونو او محرابونو څخه داسې سوژه نه لرو چې موږ یې ناراحته کړي اوسو.»

په افغانستان کې مسجدونه په جگړه او سوله کې مهم نقش لري. ویل کیږي چې جوماتونه عامه افکارو ته د شکل ورکولو له پاره مهم ځای دی. ټولنپوهان پر دې باور دي چې همدغه مسجدونو د روس پر وړاندې بریا کې اساسي نقش لرلی دی.

د ابن سینا د لوړو زده کړو په مرکز کې د ټولن پیژندنې استاد علي امیري، وایي چې جوماتونه په افغانستان کې د یوې رسنۍ په توگه عمل کوي او د هغو تبلیغاتي خبرو بریا چې په جوماتونو کې ویل کیږي د نورو رسنیو په پرتله څو وارې ديره اغیزه پر ځای پریږدي.

ښاغلی امیري وایي چې د بنسټ پالونکو له پاره له جوماتونو څخه د سو استفادې امکانات برابر دي: «بنسټ پالونکي به له دغه وړیا رسنۍ څخه په لویه کچه د خپلو افکارو د خپرولو له پاره استفاده وکړي. د سو استفادې له پاره امکانات برابر دي.» د هغه په آند د مسجدونو کنترولول د حل لاره نه ده، بلکه د هغه په خبره د بنسټ پالو ډلو له منگولو څخه د جوماتونو د ایستلو له پاره باید پر نورو معقولو لارو چارو باندې کار وشي.

پر علماو باندې فشار

د حج او اوقافو وزارت دغه چارواکی وایي چې په نا امنه سیمو کې ملا امامان هم د طالبانو له لوري او هم د حکومت له لوري تر فشار لاندې دي او د بېلا بېلو گواښونو او تورونو سره مخامخ دي. د هغه په وینا په دې برخه کې ډیرې هڅې کیږي چې دغه فشارونه کم کړای شي: «علما ډیرې ستونزي لري. خراب اقتصاد، نا امني، بې نظمي او بېلابېل تورنه د هغوی لویې ستونزې دي. خو موږ له هغوی سره په تماس کې یو او تر کوم ځایه چې مو په وس پوره وي، له هغوی سره مرسته کوو.»

د حج او اقافو وزارت دغه چارواکی وایي چې د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال له وزارت سره ۳۷ زره جوماتونه ثبت ول او علماوو به د دولتي مامورینو په شان معاش اخیست، خو اوس یوازې ۳۵۰۰ جوماتونه ثبت دي او د هغې ملا امامان تنخواه اخلي.