1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر نومبر میاشتې ښایي ۲۰ زره کسان په ایبولا اخته شي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱, سه‌شنبه

له میاشتو راهیسې ایبولا وايروس په لوېدیځه افریقا کې په یو شمیر هیوادونو کې مخ پر خپریدو ده. اوس د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې ښایي وضعیت په ډراماتیکه توگه لا پسې خراب شي.

https://p.dw.com/p/1DHPV
انځور: Zoom Dosso/AFP/Getty Images

د ایبولا ساري ناروغي اوس بل بعد خپل کړی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د اټکلونو له مخې ښایي د روان میلادي کال د نومبر میاشتي تر اوایلو په دغه وایروس د اخته کسانو شمیر ۲۰۰۰۰ تنو ته ورسیږي. د روغتیا نړیوال سازمان د نوو ارقامو له مخې په لوېدیځه افریقا کې په دغه وایروس د اخته شوو کسانو شمیر ۵۸۰۰ تنه ښوولی دی، چې له دې جملې څخه یې ۲۸۰۰ تنه مړه شوي دي. د نوموړي سازمان په وینا ښایي هغه پیښي چې ثبت شوي نه وي، شمیر یې ډیر لوړ وي.

په نوې څېړنه کې کارپوهانو د تیر کال له دسمبر میاشتي راهیسي د دغي ناروغۍ په هکله څېړنې کړي دي. په دغه ترڅ کې دوی دا خبره هم موندلې ده چې په دغه وایروس اخته څومره کسان مړه شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان د ستراتیژۍ مشر او د دغي څېړنې مرستیال لیکوال کرېستوفر ډای، ویلي دي: «څېړنو ښوولې ده چې د سپتمبر تر ۱۴ نېټې په دغه ناروغۍ اخته شوي ۷۰،۸ سلنه کسان مړه شوي دي.» زیاته شوې ده چې دغه نسبت په گینیا، لایبریا او سیرالیون کې یو شان دی.

نوي موندني

د دغي څېړنې له مخې په هغه صورت کې چې په دغه وایروس اخته کسان روغتونونو ته وړل شوي دي د مرگ کچه راکښته شوې ده. زیاته شوې ده چې دا پر دې باندي اتکا کوي چې د ناروغانو ژر درملنه یو تفاوت رامنځ ته کوي. کارپوهان داسي اټکل کوي چې په دغه وایروس زیاتره ښځې اخته شوي دي، په دې دلیل چې د ناروغو کسانو د درملنې سره یې سرو کار لاره. خو دغه څه په بېلابېلو سیمو کې توپیر سره لري او په پای کې په ویروس د اخته شوو کسانو شمیر پنځوس، پنځوس ښوول شوی دی.

د نایجیریا د ستر ښار لاگوس، په هوایي ډگر کې د یوه مسافر تبه کنترولیږي
د نایجیریا د ستر ښار لاگوس، په هوایي ډگر کې د یوه مسافر تبه کنترولیږيانځور: Pius Utomi Ekpei/AFP/Getty Images

څېړونکي په دې نظر دي چې د دغه ناروغۍ خپریدل په لومړي سر کې د ناروغي له بيولوژیکي ډول سره تړاو نه لري. بلکې په وینا یې د لایبریا، گینیا او سیرالیون هیوادونه چې دغي ناروغۍ سخت ځپلي دي پر پولو د خلکو ډیر راتگ او د همداشان د دغو هیوادونو خراب روغتیايي سیستم د دغه ناروغۍ د پراخیدو سبب شوې ده. د دې برعکس په نایجیریا کې چي روغتیایي سیستم پیاوړې دی، د دغي ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي توانیدلي دي.