1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر هالينډ وروسته برازيل هم يو پراتم فاينل ته ووتی

۱۳۸۹ خرداد ۳۱, دوشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA دلسمي ورځي د FاوGد گروپ څخه په اوله مسابقه کښي پاراگوای سلواکيې ته 2پر صفر ، ايټاليا او نيوزيلنډ سره مساوي، او برازيل دعاج ساحل ته 3 پر 1 ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/Ny8J
انځور: AP

ددغي ورځي اوله مسابقه کښي چي د فري سټېټ په سټوډيم کښي د 26000 تماشاچيانو په مخکي د پاراگوای او سلواکيې تر منځ تر سره سوه ، دپاراگوای ملي ټيم د اوله سره پر ميدن حاکم ؤ، او تکړه فارورډانو لوکاس باريوس او نيلسن والډس يې د شروع څخه تهاجمي بازي کوله .

دوی ددغه کار ثمره يې هم وليدل ، او په 27 دقيقه کښي سنټر آف اِنريکو ويرا د لوکاس باريوس ښايسته پاس په گول تبديل ، او مسابقه يې 1پر صفر کړه . وروسته بيا د پاراگوای دملي ټيم څخه کرستيان ريوېروس په 68 دقيقه کښي يو بل گول ولگوی ، او مسابقه پر همدغه 2پر صفر سره پای ته ورسيدل .

کرستيان ريوېروس چي د پاراگوای تکړه فارود دی ، او په دغه ميچ کښي يې گول هم لگولی دی ، وايي،

«د نيکه مرغه چي موږ گول ولگاوه . موږ پوهيدلو چي بازي به ډيره مشکله سي ،او مشکله هم وه . په اول ميدان کښي موږ گول ولگوی ، او بيا نو موږ کوښښ وکی چي پر بال کنټرول ولرو . سلواکيانو موږ ډير تر فشار لاندي راوستلو ، خو زموږ دوهم گول هر څه زموږ په گټه واټول . »

Brasilien Elfenbeinküste WM Weltmeisterschaft Fußball Flash-Galerie
انځور: AP

سلواکيانو زيادتره بال په خپله خوا کښي دلاسه ورکاوه ، او په ټوله مسابقه کښي يې په پلان سوي ډول سره پر مقابل طرف باندي حمله ونکړه .

ددغي ورځي دوهمه مسابقه چي بيا د ايټاليا او نيوزيلنډ تر منځ وه ، 1 پر 1 مساوي پای ته ورسيدل .

خوداسي معلوميږي چه نړيوال اتلول ايټاليادا پلا په دغو جهاني مسابقو کښي مهارت او تخنيک نسي ښکاره کولای .

ايټاليا په اول مسابقه کښي هم د پاراگوای سره 1 پر 1 مساوي سوي وه ، او په فټبال کښي يې ډيره ضعيفتيا وښووله ، او دا پلا هم د نسبتأ ضعيفه ټيم ، يعني نيوزيلنډسره 1 پر 1 مساوي سول .

Neuseeland - Italien WM Weltmeisterschaft Fußball Flash-Galerie
انځور: AP

په 7 دقيقه کښي د نيوزيلنډ د ملي ټيم څخه شېن سميلڅ تر فول نيولو وروسته ، ليري شوټ په گول تبديل ، او ميچ يې 1پر صفر په خپله گټه واړاوه . د ميدان حاکميت يې په خپل لاس کښي واخيستی ، او ايټالويان يې ډير وارخطا کړل . خو ايټالويانو ته مساوي چانس پلاس ورغی ، او په 29 دقيقه کښي تر فول نيولو وروسته د پينالټي حق ورکول سو ، چه هغه يې هم په گول تبديله ، او پدې ډول مسابقه تر پايه پوري پر همدغه حالت پاته سول .

که څه هم وروسته ايټالويان پر نيوزيلنډيانو باندي برلاسي سول ، خو بيا نيوزيلنډيانو د خپل ټوله طاقت څخه کار واخيستی ، او ايټالويانو ونسوای کولای بل گول ولگوي .

پدې ډول نو د F دگروپ څخه تر اوسه پوري پاراگوای د 4 نمرو په درلودلو سره د ايټاليا او نيوزيلنډ څخه چه هر يو يې دوې دوې نمري لري ، مخته ده، سلواکيه څلرمه ده .

Paraguay - Slowakwei WM Weltmeisterschaft Fußball Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي ورځي دريمه مسابقه چي بياد برازيل او عاج د ساحل تر منځ تر سره سوه ، 3پر 1د برازيل په گټه تمامه سوه .

خو په دغه ميچ کښي نژدې ؤ چه د برازيل او عاج د ساحل ټيمونه لاس او گريوان سي ، ځکه د کاکا تر فول وروسته ددواړو ټيمو فټبالرانو يو پر بل سره حمله وکړه ، او فرانسوي ريفړي په ډير زحمت سره وکولای سول ، چه حالت تر کنټرول لاندي راولي . په نتيجه کښي کاکا ژيړ سور کارټ واخيستی ، او د ميدان څخه وايستل سو . خو دا وخت څنگه چي آخري دقيقې وې ، نور يې نو د مسابقې پر جريان تأثير ونه کی ، او بازي 3پر 1 د برازيل په گټه تمامه سوه .

برازيليانو په 25 دقيقه کښي لمړنی گول وواهه ، او لويس فابيانو تر تفريح وروسته پر 51دقيقه دوهم گول ولگوی . ايلانو په 62 دقيقه کښي لا يو بل گول هم ولگوی . خو بيا په 79 دقيقه کښي دعاج د ساحل کپتان وتلي فټبالر دروگبا برازيل ته گول ورکی ، او مسابقه پر همدغه 3پر 1 پاته سول .

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي پرتگال د شمالي کوريا ، چيلي د سويس اوهسپانيه د هندوراس په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

اندرياس/محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل