1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"تر وخت مخکي له افغانستان څخه سرتيري باسو"

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د استرالیا لومړۍ وزیري جولیا ګیلارد، د سه شنبې په ورځ وویل چي استرالیا به له افغانستان څخه خپل پوځونه تر پلان شوي وخت یو کال مخکي راوباسي.

https://p.dw.com/p/14f3N
انځور: AP

استرالیا په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له قوي متحدینو څخه ده او تر دې مخکي ئې تل ویلي دي چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به په افغانستان کي پاته شي خو اوس د دغه هیواد لومړۍ وزیرې ویلي دي چي اوس افغانان د خپل هیواد د امنیتي مسئولیتونو پرغاړه اخیستلو ته چمتو دي.

جولیا گیلارد به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو پلان د ناټو په راتلونکې غونډه کې چې په شیکاگو کي جوړیږي وړاندي کړي. هغې په دې اړه د سه شنبې په ورځ وویل: «زه اوس ډاډه یم چي د شیکاگو غونډه به د ۲۰۱۳کال نيمايي په افغانستان کي د نړیوالي ستراتیژۍ د مهمي برخي په توگه وپیژني.»

گیلارد دغه خبري په کابل کې تر وسله والو بریدونو لږ وروسته کړي دي. په دغو بریدونو کې ۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. استرالیا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۵۰ سرتیري لري. دغه هیواد تر اوسه پوري په افغانستان کي خپل ۳۲ سرتیري له لاسه ورکړي دي.

د گیلارد په خبره پوځیان به ئې هغه وخت له افغانستان څخه ووزي چي ولسمشر کرزی اعلان وکړي چي افغان ځواکونه د روزگان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه اخلي. ډیر شمیر استرالیايي سرتیري په دغه ولایت کي میشت دي.

په پلان کي ده چې ولسمشر کرزی به د روزگان ولایت د امنیت د لیږد د بهیر د پیل اعلان په راتلونکو څو میاشتو کي وکړي او تر دې اعلان وروسته به د استرالیایي سرتیرو وتل له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پوري وخت ونیسي.

د استرالیا لومړۍ وزیري وویل: «کله چي له افغانستان څخه د ځواکونو د راوتلو بهیر بشپړ شو نو له افغانستان سره به زموږ هوډ بله بڼه واخلي. موږ به خپل روزنیز عملیات پای ته رسولي وي او نور به له افغان امنیتي ځواکونو سره د جگړې په لومړۍ کرښه کي ونډه نه لرو او دغه راز زموږ د ولایتي بیا رغوني ډلي به خپل کارونه بشپړ کړي وي.»

Australische Soldaten Afghanistan Kampfhandlungen
انځور: AUSTRALIAN DEPARTMENT OF DEFENC

د استرالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه ده چې هیواد به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان تر خاصو شرایطو لاندي د کوماندو ځواکونو یو ډله ولري.

که څه هم تر دې مخکي استرالیا منلې وه چي له افغانستان څخه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري خپل څواکونه را باسي خو د دغه هیواد د لومړۍ وزيري څرگندوني اوس ښيي چي استرالیا به دا کار یو کال مخکي تر سره کړي.

گیلارد په خپلو خبرو کي وویل چي اوس هم په افغانستان کي ستونزي موجودي دي خو په تیرو څو میاشتو کي په دغه هیواد کي لاس ته راوړنو له افغانستان څخه تر وخت مخکې د استرالیایي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړې ده.

هغې زیاته کړه: «بن لادن ووژل شو. د القاعدې ډیر شمیر نور غړي یا خو ووژل شول او یا هم ونیول شول او یا هم د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته تېښتي ته اړ شوي دي.»

هغې وویل چي اوس د افغانستان امنيتي ځواکونه د پوځي عملیاتو د تر سره کولو وړتیا لري او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو امنیتي مسئولیتونه پر غاړه اخلي.

د استراليا لومړۍ وزيري جوليا گيلارد وویل، چي هیله لري چې د ناټو په راروانه غونډه کې له ولسمشر کرزي سره د همکاریو یو سند لاسلیک کړي، چي له مخي به ئې استرالیا له افغانستان سره د امنیت، تجارت او پانگوني په برخو کي مرستې کوي.

هغې زیاته کړه، چي په افغانستان کې د ترلاسه شوو پرمختگونو د ساتلو له پاره باید افغان حکومت لا پیاوړی شي، او د دغه هیواد د اقتصاد او نورو سازمانونه ملاتړ وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل