1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټاکنو د مخه بايد د ناقانونه وسله والو ډلو او وسلو معلومات تر لاسه سي

۱۳۸۸ فروردین ۲۳, یکشنبه

د ډاياگ يا دبې وسلې کوني پروگرام غواړي چي په ټول هيوادکي د سلگونوقومي مشرانو په مرسته د وسله والوډلواو د هغه د ناقانونه وسلو په اړه د معلوماتو د راټولو يوه نوې لړۍ پيل کړي...

https://p.dw.com/p/HVKU
په افغانستان کي ناقانونه وسلوالي ډلي چي په نويمه لسيزه کي يې په کورنيو جګړو کي هيوادوال دربه دره کړی
په افغانستان کي ناقانونه وسلوالي ډلي چي په نويمه لسيزه کي يې په کورنيو جګړو کي هيوادوال دربه دره کړیانځور: AP

د ډاياک يا بې وسلې کولو ادارې وياند عبدالعزيز احمد زي په سیمه کي د دويچه ويلي خبريال ته ويلي دي،چي دده په خبره د ناقانونه وسله والودبې وسلې کولو په برخه کي د قومي مشرانواوسپين ژيرورول ډيرمهم بولي ده وويل چي د جمهوري رياست او د ولايتي شوراگانو د ټول ټاکنوڅخه وړاندي بايدموږ دا معلومات راغونډکړو چي څوک څومره ناقانونه وسلې لري. ځکه چي د انتخاباتو د قانون د 15 مادې د دريم جز له مخي هغه کسان چي د ناقانونه وسلوالو ډلو مشري کوي يا د ناقانونه وسلوالي ډلي سره تړاو لري . هغه کسان په په انتخاباتو د ګډون اجازه نه ورکول کيږي.

داچي دبې وسلې کولو دغه کارڅومره عملي ښکاري او په اوس وخت کي په افغانستان کي ورته څومره چمتووالی موجوددی په کابل کي د پوليسوپخوانی مشرعتيق الله امرخيل، وايي چي دده په خبره اوس په افغانستان کي د سپين ږرو اوقومي مشرانو ماهيت ډيرکم سوی او زه فکر نه کوم چي قومي مشران اوسپين ږري به دوسله والوډلو څخه ناقانونه وسلې راټولي کړي زما په خيال دغه کار ډيرعملي مشکلات لري.

په افغانستان کي د ناقانونه وسله والو ډلواو د هغه د ناقانونه وسلو د معلوماتو د راټولولو اوسنۍ نوې لړۍ په داسي وخت کي پيل سوې چي ډاياگ پروگرام په افغانستان کي د نن څخه 5 کاله دمخه کارپيل کړی چي په نتيجه کي يې تر اوسه پوري شاوخوا 50 زره سپکي او درنې وسلې راټولي کړي دي.

سيد موسی صميمی
کتونکی: يحيی وردک