1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټاکنو وروسته د مصر راتلونکې تياره ښکاري

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

په مصر کي پارلمان منحل سو. د ولسمشرۍ ټاکني وسوې. دواړه کانديدان د برياليتوب ادعا کوي. دا چي مورسي او که شفیق به ولسمشر سي لا تر اوسه په رسمي توګه معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/15HXh
انځور: picture-alliance/dpa

که څه هم چي ويل شوي دي چي د مصر د ولسشمرۍ د ټاکنو پايلي به سبا اعلان شي، خو يو څه ښکاره دي چي مصر به يو داسي ولسمشر ونه لري چي د خلکو په خوښه وي او يا دي د زيات قدرت خاوند وي.

د مصر واکمني پوځي  شورا د پارلمان له منحل کولو سره اقتدار په خپل لاس کي نيولی دئ او يو په بل پسې فرمانونه صادروي. يو فرمان وايي چي نوی ولسمشر به د پوځ اعلي قوماندان نه وي.

فيلدل مارشال حسين تنطاوي له دي فرمان سر پر ټول پوځ باندي خپل کنترول ټينگ کړ. د مبارک د رژيم په موده کي دغسي اختيارات د ولسمشر په لاس کي ول. نوی ولسمشرهغه وخت د يوې جګړې اعلان کولای شي چي مارشال تنطاوي ور سره موافقه وکړي. پر دې سربيره پر کورني سياست باندي هم پوځ خپل اقتدار تينګ کړ.

معني دا چي پوځي شورا اوس کولای شي هر هغه اساسي قانون چي د هغه خوښ نه شي رد کړي او يا د خپلي خوښي اساسي قانون جوړ کړي، ځکه پارلمان وجود نه لري. نهه مياشتي وروسته بيا له سره پارلماني ټاکني کيږي.

د قاهرې د پوهنتون د سياسي علومو استاد، عبدالمنعم المحست وايي، چي حتی که سبا نوي ولسمشر هم معلوم شي، هغه به د پوځ يو«لاس پوڅی» وي:

«نوي ولسمشر به ډير لږ اختيارات ولري. ښايي هغه يوازي يو سمبوليک اهميت ولري.»

حتي که چيري د پوځ سړی احمد شفيق هم دغه ټاکني ونه ګټي او د پوځ شورا د اخوان المسلين کانديد، محمد مورسي سره خوښه وکړي چي هغه ولسمشر شي، د مصر د خلکو د انقلاب ارمان له خاورو سره واري دئ.

هغوي وايي چي «مورسي به هغسي يو ولسمشر نه وي چي د مصر د خلکو غوښتني پوره کړي، دا هيواد له اقتصادي ناورين څخه وژغوري او د ديموکراسۍ پر لوري حرکت ورکړي.»

هغوی حتی بيره لري چي په مصر کي پوځ او اسلام پال قوتونه به په ګده د ديموکراتيکو بدلونونو مخه ونيسي.

ډيری مصريانو تيره اووني داسي ګمان کاوه، چي هغوی د اخوان المسلمين د کانديد محمد مورسي او يا د مبارک د رژيم د وروستي صدراعظم، احمد شفيق تر منځ بايد انتخاب وکړي.

د ټاکنو په پاڼو باندي د فيلدل مارشال تنطاوي نوم نه وو. خو اوس مصريانو ته معلومه سوه چي اصلي ولسمشر څوک دئ او په راتلونکو مياشتو او يا حتی کلونو کي به څوک پردې هيواد باندي حکومت کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل