1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټولو خطرناکه ۸ ترهګري ډلې

پوهله سوېن / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ تیر ۷, شنبه

د افريقا او منځني ختيځ په ګڼ شمېر هيوادونو کي د توندلارو اسلامپالو وسله والې او ترهګرې ډلې د تشنج او بيري سبب ګرځېدلي دي. په دوی کي تر ټولو مهمي کومي دي؟

https://p.dw.com/p/1CRri
انځور: picture-alliance/abaca

په عراق کي جګړه، په نايجيريا کي د ښوونځي د انجونو تښتونه، په سوماليا کي بمي بريدونه او ورته نورې لانجې د وسله والو ډلو لکه داعش، بوکوحرام، الشباب او القايدې په مټ د نړۍ والو رسنيو د راپورونو دوامداره موضوعات ګرځېدلي دي. په مجموع کي عربي نړۍ د يو شمېر لويو او وړو وسله والو او تره ګرو ډلو د ويره اچونکي وسله والو فعاليتونو سره مخامخ ده. د دغو څخه هغه مهمي ډلې کومي دي؟

په خليجي هيوادونو عراق او سوريه کي لاندي دوې ډلي مهمي بلل کيږي:

«د عراق او شام لپاره د اسلامي دولت» يا داعش

دغه ډله چي په ډېر لږ وخت کي يې په عراق کي ډيري سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلې، نوم او تګلاره يې يوه ده. يعني دغه ډله غواړي چي په عراق او شام کي يو داسي اسلامي دولت رامنځ ته کړي چي پکښي شريعت نافذ وي. د شام د سيمي څخه د سوريې، لبنان، اُردن او فلسطين سيمي عبارت دي. دغه وسله واله ډله چي سُني مذهبه ده، په هکله يې فکر کيږي چي تر القايدې هم خطرناکه ده. د دغې ډلې له کبله په عراق کي د شعيه او سُني مذهبو انسانانو تر منځ د واټن د لا زياتېدو ويري رامنځ ته سوي دي. د اټکلونو له مخي داعش لس زره جنګيالي لري.

‏«جبهة النصرة لأهل الشام»‎ يا د شام لپاره د ملاتړ جبهه

د سوريې د النصره ډله
د سوريې د النصره ډلهانځور: picture-alliance/AP

د النصره په هکله فکر کيږي چي د القايدې يوه څانګه ده. دغه ډله په سوريه کي فعاليت لري او د ياغيانو د مهمترينو ډلو څخه شمېرله کيږي. د دغې ډلې فعاليت موخه په شام يعني د مديترانې په ختيځ کي پرتو ټولو هيوادونو کي د اسلامي دولت رامنځ ته کول دي. د دغې ډلې په هکله فکر کيږي چي د ۵۰۰۰ او ۷۰۰۰ تر منځ وسله وال لري چي زياتره يې د سوريې په شمال کي فعاليت کوي.

په افريقايي هيوادونو کي د فعالو تره ګرو ډلو څخه درې د يادولو وړ دي:

« بوکو حرام» يا غربي تعليم حرام دی

بوکو حرام د سيميزي ژبي د لغتونو «کتاب» او «حرام» څخه عبارت دی. په بل عبارت د دغې ډلې معنی دا ده چي « غربي تعليم حرام دی». دغه وسله واله ډله د نايجيريا په شمال کي په مسلمان مېشتو سيمو کي فعاليت لري او غواړي چي په ټول هيواد کي شريعت نافذ کړي. د ۲۰۱۳م کال راهيسي د دغې ډلې په وسله والو او بمي بريدونو کي په زرګونو انسانان وژل سوي دي چي پکښي ولسي کسان او امنيتي چارواکي شامل دي. يوازي د روان مېلادي کال ۲۰۱۴م په لومړيو څلورو مياشتو کي ۲۰۰۰ انسانان د دغې ډلې د بريدونو قربانيان سول.

«حركة الشباب المجاهدين» يا د ځوان مجاهدينو غورځنګ

د الشباب ډله
د الشباب ډلهانځور: picture-alliance/AP

د الشباب ډله د ۲۰۰۴م او ۲۰۰۶م کال تر منځ په سوماليه کي رامنځ ته سوه. دا پداسي حال کي چي په سوماليه کي د ۱۵ کالو راهيسي کورنۍ جګړه روانه وه. دغه ډله خپل فعاليتونه يوازي تر سوماليې نه محدودوي بلکه په ټوله ختيځه افريقا بريدونه کوي. دغه ډله د بوکوحرام سره هم اړيکي لري او غواړي چي د افريقا په ختيځ يا ښکر پرتو هيوادونو کي اسلامي دولت رامنځ ته کړي.

«انصار الشريعة» يا د اسلامي شريعت ملاتړي

د انصار الشريعه ډله په ليبيا او تونس کي فعاليت لري. د دغې ډلې يو شمېر وړې څانګي په خليجي، د منځني ختيځ او شمالي افريقا په هيوادونو کي هم موجودي دي. دغه ډله غواړي چي د خپل فعاليت په سيمه کي اسلامي دولت رامنځ ته کړي او د اغېز تر ټولو لوی مرکز يې د لبيا د بن غازي بندري ښار دی. پر دغه ډله تور لګول کيږي چي په ۲۰۱۲م کال يې په بن غازي کي د امريکا د متحده ايالاتو پر قونسلګرۍ د بمي بريد تر شا يې لاس ؤ. خو دغه ډله ياد تورونه ردوي. د انصارالشريعه په هکله فکر کيږي چي د القايدې سره اړيکي لري.

په منځني ختيځ کي هم يو شمېر وسله والې ډلې فعاله دي. په دغو کي حزب الله او حماس هغه ډلې دي چي هم سياسي او هم وسله والې څانګي لري:

«حزب الله» يا د الله ګوند

په لبنان کي د حزب الله رسم ګذشت
په لبنان کي د حزب الله رسم ګذشتانځور: Mahmoud Zayyat/AFP/Getty Images

په لبنان کي د اسلامي مقاومت يا حزب الله ډله په ۱۹۸۲م مېلادي کال تأسيس سوه. دغه ډله د شعيه مذهبو سازمانونو او په همدې دول د شعيه مذهبو دولتونو لکه ايران او سوريې څخه مالي مرستي ترلاسه کوي. د دغې ډلې وسله واله څانګه د بېلګي په توګه د اروپايي اتحاديې او د امريکا د متحده ايالتونو لخوا د تره ګرو ډلو په ليست کي شامله ده. ويل کيږي چي د دغې ډلې جنګيالي په سوريه کي د ولسمشر بشارالاسد د رژيم په ملاتړ د ياغيانو سره جنګيږي.

«حركة المقاومة الاسلامية» يا حماس

د اسلامي مقاومت غورځنګ يا حماس په ۱۹۸۷م مېلادي کال تأسيس و. دغه ډله د اخوان المسليمين د فلسطيني څانګي لخوا جوړه سوې ده او د محمود عباس د الفتح د سازمان تر څنګ فلسطينيانو دويمه مهمه سياسي ډله ده. په داسي حال کي چي الفتح اسرائيل په رسميت پېژندلی دی، حماس د اسرائيل وجود نه مني. د دغې ډلې موخه د اسرائيلي دولت له منځه وړل دي. ياده ډله د ۲۰۰۷م کال راهيسي د غزې په تراړه کي واکمنه ده.

د اسلامپاله وسله والو او ترهګرو ډله څخه هغه تر ټولو مشهوره او په نړۍ واله توګه فعاليت لرونکې د القايدې ډله ده.

القايده

د القايدې مشر ايمان الظواهري
د القايدې مشر ايمان الظواهريانځور: picture-alliance/dpa

القايده د نړۍ وال جهاد او د هغه د سازماندهي اصلي ډله بلله کيږي. د دغه ډلې د نوم «القايدې» معنی د بنسټ يا بنياد څخه ده. دغه ډله چي په امريکا کي د سپتامبر د يوولسمي د بريدونو تر شا يې لاس ؤ، غواړي چي په ټولو مسلمانو هيوادونو کي اسلامي دولت رامنځ ته کړي. د اُسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته اوس ايمان الظواهري د دغې ډلې مشر دی. د دغه شبکې خپلواکه او غېر مرکزي څانګي د نړۍ په بيلو هيوادونو کي فعاليت لري. د بېلګي په توګه د عراق د داعش ډله هم له القايدې څخه بېله سوې څانګه ده.