1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر ټولو زړور» افغان ماين پاکوونکی وژل سوی دی

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

د افغانستان په سويل کي د ماينونو په پاکولو کي شهرت لرونکی بهادر اغا د ماين شنډولو پر وخت ووژل سو. نوموړی شپږ واري تر مخه په ورته پيښو کي ژوبل سوی وو.

https://p.dw.com/p/2u0zd
Begräbnis Bahadur Agha
انځور: AFP/Getty Images/M. Durrani

بهادر اغا د وسله والو طالبانو له خوا ۶ واري زخمي سوی وو. هغه د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کي د وايس نيوز خبريال بېن اندرسن ته د مرکې پر وخت په خندا ويلي ول چي کيدای سي اوم واري يې چاودنه ژوند ترې واخلي. همداسي هم سول او بهادر اغا چي ورته په سيمه کي د يو اتل په سترګه کتل کېدل د يوه ماين شنډولو په کوښښ کي ووژل سو.

۳۱ کلن بهادر اغا به په هلمند کي د ماين پاکۍ له تجهيزاتو پرته د افغان ځواکونو له قطارونو څخه مخکي په خالي لاس ماينونه او په لاس جوړ سوي بمونه شنډول. د پوليسو مامور بهادر اغا د ماينونو په شنډولو سره د بې شمېرو انسانانو ژوندونونه ژغورلي ول.

بهادر چي بې له زغرولو سامان آلاتو به يې ماينونه خونثی کول په دې ښه پوهېدی چي يوه تېروتنه يې د ژوند په بيه تمامېدای سي. خو هغه د خپل ژوند په قمار خپله دغه دنده او ورسره مل ګواښونه پر ځان منلي ول.

افغانستان چي له تيرو تقريبا څلورو لسيزو راهيسي پکښې جګړې رواني دي، په نړۍ کي يو له تر ټولو زيات پکښې ښخ سوو ماينونو لرونکی هيواد دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي يوازي په ۲۰۱۷م کال کي په افغانستان کي تر۶۰۰ زيات انسانان د ماينونو او خپله جوړ کړل سوو بمونو له کبله وژلي سوي دي. په دغو قربانيانو کي د بهادر اغا په گډون ۱۰۰ انسانان يوازي د هلمند ولايت دي.

د بهادر اغا اخښي، فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د ماينونو په ايښوولو کي نوښت رامنځ ته کړ او د يوه پر ځای اوس دوه ماينونه ښخوي. د هغه په وينا بهادر د يوه ماين د خونثی کولو پر مهال د دويم ماين چاودلو له کبله وژل سوی دی.

په داسي حال کي چي په هلمند کي امنيتي وضعه ډېره خرابه ده، نو د بهادر اغا د وژل کېدو خبر د هغه تر مړيني تقريبا يوه مياشت وروسته له هلمند څخه راوتلی دی. بهادر اغا د خپلو ملګرو له خوا يو زړه ور ځوان معرفي سوی او ويل کيږي چي طالبانو يې د هغه د مور په گډون د کورنۍ څو غړي هم ور وژلي دي.

بهادر اغا، وايس بهرنۍ رسنۍ ته ويلي ول چي کورنۍ او هر څه يې له منځه تللي دي او دا چي که دی هم له منځه ولاړ سي نو هيڅ ستونزه نه ويني.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم (22.06.2015):