1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټولو لوړبيعه ژمنۍ لوبي پای ته ورسېدې

يوشا وېبر / برېښناصابر۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

د سوچي لوبي چي د ژمني اولمپيک د تاريخ قيمتي ترينه او گرم ترينه لوبي وې، پای ته ورسېدې. دا پداسي حال کي چي په لسگونو زرو امنيتي چارواکو د دغو لوبو امنيت نيولی ؤ.

https://p.dw.com/p/1BEZn
انځور: picture-alliance/dpa

د سوچي د اولمپیک لوبو په اړه بیلانس، د اولمپيک د پارک څخه په ۱۲ کیلومترۍ کې د پروت د پوبیدي د کوچني میدان څخه څوک پېلولای شي. دې میدان کیدای شي پر لوبو ډير اغیزې کړی وای. ځکه دلته په رسمي توگه هغو چې فکر کوي باید د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد او یا د اولمپیک د لوبو د « مطلق العنان کوربه ولاډیمیر پوټين» پر ضد احتجاج وشي، کولای شول راټول شوي وای. خو دلته د یو څو لارویانو پرته هیڅوک هم نه راغلل.

خو دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده. د مظاهرو له پاره باید اوږده موده د مخه عریضه ورکول شوې او د مظاهرو اجازه اخیستل شوې وای. سربیره پر دې هغه سیمه چې د مظاهرو له پاره په نظر کې نیول شوې وه، د لوبو د اصلي ځایه لیرې پرته ده او د زیات نه زیات سلو کسانو ته په کې د راټولیدو اجازه ورکول کیږي.

لنډه دا چې دا د ملنډو او طنز یوه ښه ننداره ده. همدا راز په سوچي کې د ځينو لوبغاړو وړتیا هم ټوکې او ملنډې دي. لکه د سوچي د اولمپیک د لوبو د ټولو تکړه لوبغاړې آلمانۍ ایوي زخنباخر سټيله بیلگه را واخيستل شي. لومړی ډیر ژر د سکي د دوه گونو لوبو دغه لوبغاړې بری ترلاسه کړ او بیا پر نوموړې لگول شوي د ډوپینگ یا د ورزشکارانو د خپل کاري استعداد د لوړو په موخه د ځانگړو موادو د استعمالولو تورونه ثابت شول. یوه بله ملنډه بیا د اولمپیک د نړۍ والې کمییتې دغه ادعاوې وې چې ډوپینگ یوازې یو څو تنه کوي، اکثریت لوبغاړي پاک دي.

پاکې لوبې؟ یوازې یو خیال

د ډوپينگ زيات داسي مواد شته چي د ډوپينگ څارونکي او پلټونکي يې نشي تثبيت کولای. د اولمپیک د نړۍ والې کمیتې د طبي کمیسیون مشر ارنې یونگویست، چې ځان یې ډير بې خبره وښود وویل:« ما اټکل نه کاو چې دلته خلک دوکه کوي.»

پر المانۍ ورزشکارې، شټېهله ډوپينگ ثابت شو
پر المانۍ ورزشکارې، شټېهله ډوپينگ ثابت شوانځور: imago/Rene Schulz

خو د ډوپينگ کارپوهان په اصل کې یو بیخي بدل انځور وړاندې کوي. د ډوپینگ یو څيړونکی پيریکلز سیمون وايي چې تر ۶۰ فيصدو پورې لوبغاړو د داسې موادو کار اخیست چې د دوی وړتیا زیاته کړي يا په بله اصطلاح ډوپینگ یې کړي. نوموړي ویلي چي یوازې هغه لوبغاړي چې د احتېاطه کار نه اخلي، رسوا کیږي یا رسوا شوي دي. نو د سوچي پاکې لوبې هم یوازې یو خیال دی.

همدا شان د رسنیو لخوا د سوچي د ډوپینگ د پنځوو مشهورو قضیو کوریج يا راپور ورکونه هم رشخندۍ ته ورته وه. په ورځو ورځو یوه ژورنالست هم په دې هلکه څه نه ویل بیا د یوې مثبتې پیښې په هلکه گونگوسې پیل شوې او د هغه وروسته په یو وارې ټول خبریالان میدان ته شول. د آلمانۍ لوبغاړې په هلکه ډيره په بیړه او وار خطایې سره رپوټونه ورکړل شول.

سپورټ د خپل اخلاقي مسوولیت څخه ډډه کوي

«ډوپينگ د سپورټ سره هیڅ تړاو نه لري». د چال چلند همدا بڼه د اولمپيک نړۍ والې کمیټې خپله کړې ده. یعني د سپورټ د چاپیریال منفي شیان پر سپورټ هیڅ کار نه لري.

د چاپٍيریال ککړول، د پولیسو لخوا د اولمپيک د میدان مخې ته د روز زیاتي کار اخیستل او او همدا ډول د اولمپيا د میلمنو کارکونکو حق تلفي چې تر اوسه د خپلو معاشو په انتظار دي، دا ټول هغه څه دي چي د اولمپیک نړۍ واله کمیټه ترې سترگې پټوي.

دا د دې لپاره تر څو د دوی د لوبو دغه ستره میله په ښه توگه ترسره شي. نو بیا ولې د اولمپیايي لوبو دغه خوب او خیال ريښتنی گڼل کیږي؟ ځواب یې ډیره ساده دی. هغه دا چې د اولمپیک نړۍ واله کمېټه چې کوم « توکي» وړاندې کوي، هغه دومره ښه، دومره په زړه پورې او دومره مینه وال لیري چې جدي انتقاد ته په کې ځای نه پاتې کیږي.

د اولمپیا سترتوب به پر ځای پاتې شي

د سوچي لوبې د اولمپيک نړۍ والې کمیټې ته دا اطمنان او یقین ورکوي چې په راتلونکي کې هم دغه لوبې په داسې سیمو کې په کامیابۍ سره ترسره کیدلای شي چې د لگښتونو په ښه شان سره د پوره کولو جوگه وي.

د اولمپیک د نړۍ والې کمیټې مشر توماس باخ، د دغو لوبو د ترسره کولو له امله د روسیې ستاینه وکړه او ويې ویل چي دا فوق العاده لوبې وې او روسیه یې په پښو ودروله. د ده خبره سمه هم ده، په هغه صورت کې چې سړی یوازې سپورټ ته وگوري او نور هر څه شاته واچوي.