1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

له کرونا څخه د مړينې د خطر ډېرېدو تر ټولو مهم لاملونه

۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبه

څيړونکو په بريتانيا کې د ۱۷ ميليونه ناروغانو پر دوسيې څيړنې کړي چې ۱۱ زره يې د کرونا له امله مړه شوي دي. دوی موندلي چې د زړښت او د زړه ناروغيو نه علاوه، نور مهم عوامل هم شته چې د کرونا ناروغانو په مړينه کې تاثير لري.

https://p.dw.com/p/3fBEg
Coronavirus Bestattung der Toten in El Salvador
انځور: Reuters/J. Cabezas

د کرونا وبا د ټولو انسانانو روغتيا ګواښي، خو پر دغې ناروغۍ اخته کيدل، د ټولو انسانانو له پار يو ډول نه ده. تر دې مهمه بله خبره دا ده، چې د دغې ناروغۍ له امله د مړينې خطر هم په ټولو افرادو کې په يو ډول لوړ نه دی.

 په بريټانيا کې يوې څيړونکې ډلې د ۱۷ ميليونه او ۲۰۰ زره کسانو پر دوسیو باندې څيړنه کړې چې له دې ډلې ۱۰ زره او ۹۲۶ تنه يې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي. دوی د خپلې څيړنې په پايله کې دې نتيجې ته رسيدلي دي چې ځينې نور مهم عوامل هم شته چې احتمالا په کرونا ناروغۍ د اخته کیدو او د دغې ناروغۍ له امله د مړينې په ډيريدو کې رول لري.

دا کوم عوامل دي؟ جنسيت: نارينه تر ښځو ډير پر کرونا ناروغۍ د اخته کيدو له خطر سره مخ دي. د جنسيت تر څنک، ډير عمر، خراب اقتصادي او ټولنيز وضعيت، د شکرې، شديدې نفس تنګۍ، د بدن دفاعي سیستم پورې د اړوند ناروغيو درلودل (Autoimmune disease)، د وزن ډيروالی او د پوستکي رنګ (غنم رنګه يا تور پوستکي) هم د کرونا ناروغۍ د مړينې په کچه کې رول لري.

د ليورپول د حاروي طب د پوهنځي ډاکټر، ټام وينګفيلد، د دغو پوهانو د څيړنې په اړه وايي: «د دغه تحقيق اصلي پيغام دا دی چې په دغه هیواد کې اوس هم د خلکو روغتيايي وضعیت د شديدو ټولنيزو عواملو تر اغيز لاندې راځي، لکه فقر، قوميت او بې عدالتي. کرونا هم له دغې قاعدې څخه مستثنی نه ده.»

وينګفيلد چې پخپله يې په دغې څيړنه کې برخه نه ده اخیستې، وايي چې يوازې د خطرناکو عواملو پيژندنه کافي نه ده چې ورپسې بيا هيڅ کار هم تر سره نه شي. هغه وايي بايد هڅې وشي تر څو ټول انسانان له روغتيايي خدماتو څخه برخمن شي، نا انډولتوب يا نابرابري لږ شي، د روغتيايي بيمو سيستم پراخ شي، له معلولو کسانو څخه لا ډير ملاتړ او د بې روزګارۍ پر ضد مبارزه وشي.

دغه څيړنه سره له دې چې د څه باندې ۱۷ ميليونه کسانو پر روغتيايي دوسيو ترسره شوې، خو تمرکز په کې يوازې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې پر فکتورونو شوی دی.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص

د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم: