1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر کيې ته د ميرکل د سفر پايلي

۱۳۸۹ فروردین ۱۱, چهارشنبه

مخکي له دې، چي د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل ترکې ته ولاړه سي ، داسي ويل کېده، چي د ميرکل او دکوربه هیواد دلومړي وزير رجب طايب اوردګان ترمنځ په ډیرو مسایلو کي د نظر توپير سته...

https://p.dw.com/p/MimY
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د ترکيې لومړی وزير رجب طايب اوردګان
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د ترکيې لومړی وزير رجب طايب اوردګانانځور: AP

خو داسي ښکاري، چي ددغه خبرو په پای کي د خبرو فضا ډيره ښه ول.خو پوښتنه داده چي په رښتیا سره دغه فضا څنګه وه او په انقره کي د ميرکل دخبرو څخه څه نتيجې ترلاسه سوي دي.

داسي ويل کیږي، چي دترکې لومړي وزير رجب طايب اردګان هڅه کړې، چي انقرې ته دلومړي وزيري انګيلا ميرکل دسفر پر وخت له دي سره به يوه ډیره دوستان فضا کي پر مربوطو مسايلو باندي خبري وکړي.

که څه هم اردګان خپليٍ پخواني غوښتني لکه په آلمان کي دي ترکي لېسې پرانستل سي بيا تکرار کړې. خو لومړي وزيري انګيلا ميرکل د اردګان دغه غوښتنه په دې دليل سره په قطعي توګه رد کړې، چي وايي په آلمان کي کوم ترکي ټبره ماشومان چي ژوند کوي هغوي بايد، چي آلماني ښونځيو ته ولاړ سي او په سمه توګه آلماني ژبه زده کړي.

خو بيا اردګان داپوښتنه کړې، چي ولي آلمانان په ترکیه یا نورو بهرنيو هیوادونو کي آلماني ښونځۍ جوړولای سي، ترکانو ته په آلمان کي ددې اجازه نه ورکول کیږي. خو داچي ولي اردګان داخبره مطرح کوي اصلي هدف يي هغه ترکان دي،چي دغه راز غوښتني لري او په دې غوښتني سره به هغوی په راتلونکي ټاکنو کي اردګان ته رايي ورکوي.

د دواړو هيوادونو د لومړيو وزيران د خبرو فضا ‌ډيره ښه ول
د دواړو هيوادونو د لومړيو وزيران د خبرو فضا ‌ډيره ښه ولانځور: AP

په تيره بيا هغه ترکان، چي په آلمان کي ژوند کوي.خو ددې دپاره چي اردګان دخپلي مېلمنې درناوي کړی وي، داخبره هم مني، چي بايد د آلمان په ټولنه کي د ترکي ټبرو اوسيدونکو د ورګډیدلو دپاره عمل وسي او دې موخي ته درسيدلو دپاره بايد دغه ترکي ټبره آلمانان آلماني ژبه زده کړي. بله موضوع چي د دواړو هیوادونو ترمنځ پری د نظریو توپير و هغه په اوروپايي ټولنه کی دترکيې دغړیتوب مسله وه، چي په دغه خبرو کي ورباندي اصطلاً پرده وغوړول سوه.

د ترکيې په هکله د آلمان د لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل او دهغې دګوند سیاست زیاتره په آلمان کي د ننه د ټاکنو پر تاکتیک باندي څرخیږي او د المان مسيحي ډیموکراتان نه غواړي، چي په آلمان کي ترکي اوسیدونکو دمسلې په اړوند په دغه هیواد کي یو بل ښی لاسي ګوند تبارز وکړي او تر اوسه د جرمني مسیحي ډیموکراټان پخپل دغه سیاست کي د نورو اوروپايي هیوادونو په پرتله بریالي دي.

مسیحي ډیموکراټان غواړي، چي په جرمني کي د ترکانو او نورو بهرنيانو د غوښتنو او د هغو آلمانانو د اندېښنو ترمنځ، چي وايي په دغه هیواد کي د پردیو دکلتوري نفوذ د زياتيدلو مخنوی وسي، یو اڼډول وساتي، او دوی پخپل دغه سیاست سره ترواوسه په آلمان کي د اسلام او دپردیو سره ددښمنیو د لمن د پراختیا مخه نیولې ده.

Stützle, Peter/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل