1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« تر ۲۰۰۰ ډیر مهاجر په مدیترانه کي ډوب سوي دي»

۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو په حواله د همدې عیسوي کال له جنورۍ څخه تر۲۰۰۰ اضافه مهاجر چي غوښتل یې اروپا ته ولاړ سي، په مدیترانه کي وژل سوي دي. د هغوی ډیری یې ایټالیا ته د تگ پرمهال وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/37noe
Libyen, Mittelmeer: Rettungsschiff Aquarius fährt wieder
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schmid

دغه خبره د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي سازمان- UNHCR یوه ویاند په ژنیو کي کړې ده. د دغه سازمان په حواله همدا سږکال بیا تقریبأ۱۰۵۰۰۰ انسانانو ځانونه اروپا ته رسولي دي او هلته یې د پناه غوښتنه ورکړې ده.

د مهاجرو بين المللي سازمان (IOM) یوه ویاند بیا اعلان کړی دی چي په پرله پسې ډول دا پنځم کال دی چي په ۲۰۱۸م کال کي هم اروپا ته تر‍۱۰۰۰۰۰ اضافه مهاجر رسیږي.

د نورو کلونو په نسبت بیا سږکال تر ټولو ډیر مهاجر هسپانيا ته تللي دي، چي تر ایټالیا او یونان هم ډیر دي. د همدې کال له شروع څخه د (IOM) په حواله هلته تر۴۹۰۰۰ اضافه مهاجر رسیدلي دي. د مدیترانې له لاري هسپانيا ته د تگ په جریان کي مگر۵۶۴ کسان مړه سوي او یا ورک سوي هم دي.

Such- und Rettungsaktion im Mittelmeer vor der libyschen Küste; MV Aquarius
انځور: picture-alliance/L. Schmid

همدا تیره دوشنبه ورځ لا هسپانوي چارواکو د ۱۷ افریقايي مهاجرو جسدونه له اوبو څخه راوایستله چي دغه هیواد ته پر لاري په مدیترانه کي ډوب سوي او وژل سوي ول.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.05.2017))