1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۱۴ وروسته د امريکايي ځواک له پاره تر ټولو خونړی کال

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

په ۲۰۱۹م کال کې ۲۳ امريکايي عسکر د افغانستان په جگړه ووژل شول. په دې توگه دغه کال د امريکايي عسکرو له پاره د ناټو د جنگي ماموريت تر پای او ۲۰۱۴م کال راوروسته تر ټولو خونړی کال وو.

https://p.dw.com/p/3W7og
Beerdigung von im Irak gefallenen US-Soldaten
انځور: AP

تر اوسه په ۲۰۲۰م کال کې دوه امريکايي سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. اسوشيتد پريس خبري آژانس ليکلي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قوماندې له خوا په کندهار کې د وژل شويو امريکايي عسکرو هويت په ډاگه شوی دی.

پنتاگون يا د امريکا د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا دوه کسان د شنبې په ورځ د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوي دي او دوه نور سرتیري ټپيان شوي دي.

يو تن وژل شوی ۲۹ ډگروال لان پی مک لاوگلين دی چې د ويرجينيا ایالت څخه وو او بل ۲۱ کلن ميگل آ. يولالون دی چې لږه موده مخکې د دغه هېواد په پوځ کې استخدام شوی وو.

طالبانو د دې برید مسئوليت منلی وو. قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي رسنيو ته ويلي چې دا بريد د دې ډلې جنگيالو کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموريت تر ختميدو وروسته د امريکا د جنگي ځواکونو ډېره برخه هم له افغانستانه ووتل. اوسمهال يوازې ۱۳۰۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې ميشت دي.

له دوی څخه یې ۵۰۰۰ د «پريکړنده ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په روزنه بوخت دي او بله برخه یې د ترهگرۍ ضد خپلواک عمليات پر مخ وړي.

په افغانستان کې په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا د جگړې له پېل راهيسې د دغه هېواد تر ۲۴۰۰ زيات عسکر په دې جگړه کې وژل شوي او نور ۲۰۰۰۰ټپيان شوي دي. په نومبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د يوې څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې دوه امريکايي عسکر ووژل شول. طالبانو د دغه الوتکې د غورځولو ادعا کړې وه خو ادعا یې در شوې وه.

د سولې خبرې

د امريکا متحده ايالاتو او طالبان استازو په تېر میلادي کال کې د قطر په پلازمينه دوحه کې لس ملاقاتونه وکړل څو د افغانستان شخړې ته يو سیاسي حل ولټوي. په پام کې ده چې امريکا له طالبانو څخه د امنیتي تعهداتو په اخيستو سره په وار وار سره له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي. طالبان هم بايد له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کيږدي، هغه څه چې طالبان یې تر اوسه په شدت سره ردوي. د طالبانو يوه اساسي غوښتنه له افغانستانه د بهرنيو عسکرو بشپړ وتل دي.

د تېر ميلادي کال په وروستيو کې امريکا او طالبان يوه تړون لاسليکیدو ته ډېر نزدې شوې وو خو په کابل کې تر يوې حملې وروسته چې يو امريکايي سرتیري پکې ووژل شو، ولسمشر دونالد ترمپ مذاکرات «مړه» وبلل. خو دوې مياشتې وروسته خبرې اترې بیرته پیل شوې. د شنبې په ورځ د امريکايي عسکرو پر کاروان بريد د دې مذاکراتو سره هم مهاله ترسره شو.