1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان ملاتړ کوو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ وينا کي وويل چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي له افغانستان څخه د ځواکونو تر ايستلو وروسته به هم د دغه هيواد ملاتړ وکړي. اوباما دغه راز د ګوانتانامو زندان د تړلو خبره هم وکړه.

https://p.dw.com/p/1Ayl5
انځور: picture-alliance/dpa

اوباما امريکايانو ته په خپله کلنۍ وينا کي چي د سه شنې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۸) وکړه، وويل چي له افغانستان سره به خپلي مرستي جاري وساتي.

هغه وويل، تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي ټول ځواکونه يې له افغانستان څخه وزي هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او که د کابل حکومت امنيتي تړون ورسره لاسليک کړي نو يو شمېر عسکر به هلته پريږدي.

د اوباما په خبره دغه عسکر به افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه ورکوي او د القاعدې د پاته سوو پرضد به مبارزه کوي.

اوباما په خپله دغه وينا کي وويل چي افغان امنيتي ځواک اوس د خپل هيواد د امنيت ټينګلو په برخه کي د مشرۍ نقش لري او امريکايي ځواکونه يې د ملاتړ: «موږ له خپلو متحدانو سره هلته [افغانستان] کي خپل ماموريت د روان کال تر پايه پوري پای ته رسوو. او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه به ختمه سي.»

د ګوانتانامو زندان تړل

جمهور رييس اوباما وويل چي د نړيوالو تر نيوکو لاندي ګونتانامو زندان او هغه چي دی يې هم تړلو ته لېوال دی غواړي چي د روان کال ترپايه پوري يې وتړي.

اوباما پنځه کاله د مخه هم ژمنه کړې وه چي ګوانتانامو زندان به تړي. هغه له کانګرس څخه وغوښتل چي د ګوانتانامو بنديانو د انتقال پر سر لګېدلي محدوديتونه ليري کړي څو دغه زندان بالاخره وتړل سي.


«پر ايران باندي بنديزونه به ويتو کړم»

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما له کانګرس څخه وغوښتل چي پر ايران باندي نوي بنديزونو چي اوس ورباندي بحث کيږي وځنډوي. اوس د ايران د لانجه من اټومي پروګرام پر سر د تهران او ۵+۱ هيوادونو ترمنځ خبري رواني دي.

اوباما وويل: «که کانګرس د ايران پرضد د نوو بنديزونو لګولو نوی قانون ما ته راولېږي او دغه رواني خبري اتري له ګواښ سره مخامخ کړي زه به دغه قانون ويتو کړم.»

کار او اقتصاد

اوباما غواړي چي په امریکا کي د کارګرانو د دستمز کچه په نوو قراردادونو کي په ساعت کي له ۷،۲۵ ډالرو څخه حداقل ۱۰،۱۰ ډالرو ته لوړه کړي.

د هغو وګړو له پاره چي عايد يې لږ وي د يوه ځانګړي پروګرام له مخي به داسي ترتيبات ورته ونيول سي چي د تقاعد له پاره يې پيسې وسپمېږي.

د صادراتو د ډېرښت له پاره اوباما غواړي له يوې خوا ترانس پاسيفيک همکاريو ته پراختيا ورکړي او له بلي خوا له اروپايي ټولني سره د امریکا متحده ايالاتو د صادراتو د ترويج تړون لاسليک سي.