1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تليګراف: د القاعدې شبکه د هستوي وسلو په لټه کي ده

۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبه

برتانوي ورځپاڼي Telegraph په خپل د چهارشنبې د ورځي په ګڼه په چاپ کړو اسنادو کي ويلي دي چي،د القاعدې ترهګره شبکه په دې لټه کي ده چي هستوي مواد ترلاسه کړي او«شريرساينس پوهان» استخدام کړي ترڅو«ناولی بم» ځني جوړکړي.

https://p.dw.com/p/QxdE
« دغه شبکې د بيولوژيکي وسلو څخه د استفادي په برخه کي تر هغه « ډير پر مختګ» کړی چي انديښنه يې کيده.»
« دغه شبکې د بيولوژيکي وسلو څخه د استفادي په برخه کي تر هغه « ډير پر مختګ» کړی چي انديښنه يې کيده.»انځور: AP/DW-Fotomontage

نوموړي ورځپاڼي دغه اسناد د ويکيليکس انترنيټ پاڼي څخه تر لاسه کړي دي. په اسنادو کي راغلي دي چي امنيتي لوړپوړو چارواکو د ناتو د 2009 کال د جنورۍ د مياشتي يوې غونډي ته وويل چي القاعده «د ناولو راديواکتيف چادونکو توکو» د لاس ته راوړلو لپاره د يو پلان جوړولو هلي ځلي لري.

په بربنډو سوو اسنادو کي دا هم راغلي دي چي، په 2007 کال کي د القاعدې له شبکې څخه لاس ته راغلي اسناد امنيتي چارواکي قانع کړي چي، دغه شبکې د بيولوژيکي وسلې څخه د استفادي په برخه کي تر هغه « ډيرپرمختګ» کړی چي تر دې د مخه يې انديښنه کيده.

امريکايي امنيتي مامورينو ته په 2008 کال کي خبرداری ورکړل سوو چي ترهګر« د يوه ناولي بمب جوړولو څخه لا زيات د يوې چادونکي وسيلي د جوړولو لپاره تخنيکي توانمندي لري.»

د ويکيليکس له خوا په بربنډ سوو پټو ديپلوماتي ليکنو کي دا هم راغلي دي چي، د شريرو سازمانو له خوا د «بدلون وړ کيمياوي» موادو د قاچاق هڅي هم سوي دي ترڅو له هغوی څخه وسلي جوړي سي.

په نوموړو ليکنو کي هغي پيښي ته اشاره سوې چي وايي: د قزاقستان او روسيې په ګډه پوله کي په يو بار وړونکي اورګاډي کي د هستوي وسلو جوړولو مواد موندل سوي دي، دا په داسي حال کي ؤ چي د هغو پټو ليکونو د معلوماتو له مخه په ليزبن کي يو « کوچني سوداګر» هڅه درلوده چي له چرنوبيل څخه غلا سوی راديو اکتيف وپلوري.

په يو بل بربڼد سوي ديپلوماتي پټي ليکني کي چي د متحده ايالاتو د کورني امنيت د وزير ، Janet Napolitano، او د اروپايي وزيرانو د 2010 کال د جنورۍ د مياشتي د يوې ليدني کتني جزيات پکښي څرګند سوي دي، د آلمان د کورنيو چارو وزير د هوايي امنيت په هکله خپل انديښه څرګنده کړه.

د دغي پټي ليکني چي اوس برتانوي ورځپاني تليګراف په خپله نني ګنه کي تر رپوټ وکړي له مخه د آلمان د کورنيو چارو وزير،Thomas de Maiziere، انديښنه څرګنده کړې چي تروريستان کيدای سي چي د « ماشومانو له وسايلو څخه په کار اخيستلو سره کوم بمب الوتکو ته وليږدوي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل