1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تمنا:د پوځي تړون پر سر خبري پيليږي

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي ډير ژر به د پوځي همکاريو د مسودې پر سره له امريکا متحده ايالاتو سره خبري اتري پيل سي. په دغه خبرو اترو کي په افغانستان کي د امريکا د پوځي اډو پر سر هم خبري کيږي.

https://p.dw.com/p/16Lw8

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستیال وياند فرامرز تمنا د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۷) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي افغانستان او امریکا به د ستراتيژيک تړون درې مورده عملي کړي:

«د ستراتيژيکو همکاريو له پاره د دواړو خواوو له خوا جوړ سوی کمېسيون ډير ستر اهميت لري او موږ اميدوار يو چي د دغه سند په چوکاټ کي د دواړو هيوادونو همکارۍ نوري هم پراخه سي.»

افغانستان اميدواره دئ، چي د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي سند په لاسليکولو سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د کورنيو جنگونو له خطر څخه ځان خلاص کړي.

د پوځي اډو پر سر بحث

اوس چي ۲۰۱۴ کال ته ډير لږ وخت پاته دئ، د افغانستان د راتلونکې له پاره ډيري انديښنې موجودي دي. په ځانگړې توگه هغه انديښنې چي وايي له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به اوسنی حکومت د طالبانو په وړاندي ډير مقاومت و نه کړي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله اوونيزه راډيويي وينا کي افغانانو ته ډاډ ورکړی دئ، چي له امريکا متحده ايالاتو سره د پوځي همکاريو د سند لاسليکول تر ۲۰۱۴ کال وروسته هر ډول تهديدونه له منځه وړي.

اوباما او کرزی د ستراتيژيکو همکاريو سند د لاسليکولو پر مهال
اوباما او کرزی د ستراتيژيکو همکاريو سند د لاسليکولو پر مهالانځور: AP

ښاغلي تمنا په دې اړه وويل:«دواړه هيوادونه دې موفقې ته سره رسېدلي دي، چي د امنيتي همکاريو د موافقې پر سر ډير ژر خبري اتري پيل کړي، په دغه هوکړه لیک به پر امنيتي، پوځي، د امریکا پر نظامي اډو، د امريکا پر پوځي مرستو، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکا لښکر او د افغان امنيتي ځواک د روزلو په اړه بحث وسي.»

په دغه هوکړه لیک کي به د امريکا له خوا د افغانستان د امنيتي ځواک تمويل او په افغانستان کي د امريکا د پوځي اډو په اړه مشخص موارد ځای سي.

په پلان کي ده چي د پوځي همکاريو د موافقتنامې مسوده د خبرو له پيل څخه لس مياشتي وروسته تياره سي.

دا په داسي حال کي ده، چي افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا پر متحده ايالاتو باندي نيوکه کړې ده، چي د ستراتيژيکو همکاريو سند د لاسليکولو سره سره بيا هم پر افغانستان باندي د پاکستاني توغنديو د توغولو پر مهال د دغه هيواد دفاع نه کوي.

د ستراتيژیکو همکاريو په سند کي راغلي دي، په هغه صورت کي چي يو دريم هيواد پر افغانستان باندي يرغل وکړي، امريکا به د افغانستان ملاتړ وکړي.

خو د بهرنيو چارو وازرت د وياند مرستيال تمنا وايي، په دې برخه کي چي امريکا دي د بهرني يرغل پر مهال د افغانسان ملاتړ وکړي د پوځي همکاريو په تړون کي ور باندي خبري کيږي.

په پلان کي ده چي ډير ژر به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته سفر وکړي او هلته به له دغه هيواد سره د ستراتيژيک سند د لاسليکولو د مسودې پر جوړلو باندي خبري وکړي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل