1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تهران له برلین سره د بهتره مناسباتو غوښتونکی دی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۹, یکشنبه

د ایران د اټومې لانجې پر سر خبرې اترې یوې ټاکونکي مرحلې ته رسیدلي دي. په عین وخت کې د دغه هیواد ولسمشر حسن روحاني یوې موافقې ته د رسیدلو له پاره تیارۍ نیسي. په همدې منځ کې ایران غواړي له آلمان سره ښې اړیکې ولري.

https://p.dw.com/p/1EzAH
انځور: Persianu


ایران اټومې موافقې ته د رسیدو له پاره غواړي له آلمان سره خپلې اړیکې بهتره کړي. دا خبره د ایران ولسمشر حسن روحاني د آلمان له صدراعظمې انگلا مرکل سره د یوه تلیفوني تماس پر مهال کړې ده. د ایران د اټومي شخړې موضوع د دغو دواړو هیوادونو تاریخي مناسبات تر خپل سیوري لاندي راوستلي دي.

روحاني مرکل ته په تلیفون کې وویل:« مونږ له نوو شراېطو سره د دوه اړخیره اړیکو پراخوالي ته لیواله یو.» نوموړي مرکل ته زياته کړې:« مطمئینه اوسئ، ایران د سویس په ټاکونکو اټومي خبرو اترو کې د داسې یو مناسب حل غوښتونکی دی چې ټولو خواو ته د منلو وړ وي.»
د آلمان فدرالي دولت تر اوسه پورې د دغو تلیفوني خبرو اترو په هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی.

په لوزان کې د لوبې پای

د ايران، آلمان او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پنځو دایمي غړو د بهرنيو چارو وزيران د سويس په لوزان کي د ايران د اټومي پروګرام پر موضوع خبري اتري کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، په لوزان کې د دغو خبرو اترو په هکله وویل چې وروسته له ۱۲ کلونو خبرو اترو څخه « کولای شو چي ووایو لوبي وروستي پړاو ته داخله شوې ده.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له ټولو خواو وغوښتل چې د خبرو اترو د بریالیتوب له پاره خپل ټول امکانات په کار واچوي. نوموړي وویل چې وروستي گامونه ستونزمن، خو ټاکونکي دي.

آلماني وزير امیدواره کونکې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه:« دغه هڅې باید تر نهایې موافقې ونه درول شي.» د مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې پوري باید ټولې خواوې د موافقې پر اساسي اصولو موافقه وکړي او د جون میاشتې تر پایه پورې باید د موافقې ټول جزویات روښانه شي.

USA Iran Atomgespräche Lausanne
انځور: Getty Images/Afp/Fabrice Coffrini

لویدیځ کوښښ کوي چي د دغه احتمالي تړون په مرسته د ايران له خوا د اټومي وسلو د جوړولو مخه ونیسي. تهران تل ویلي دي چې اټومي پروګرام يې ملکي او سوليزه بڼه لري او دا چي ورباندي د اټومي وسلو د جوړولو د هڅې تور بې ځایه دی.

د دغې لانجې له کبله پر ایران د څو کالو راهيسي سخت اقتصادي بندیزونه لگول شوي دي. ايران غواړي چي د خپل اټومي پروګرام پر سر د لوېديځ سره و يو داسي تړون ته ورسيږي چي په ترڅ کي ورباندي لګول سوي بنديزونه ليري شي.

هغه موضوعات چي په روانو خبرو اترو کي لا ورباندي تفاهم نه دی سوی، يوه يې هم د سانترفيوژونو موضوع ده. د يورانيمو د غني کولو لپاره د سانترفیوژونو د ډول او شمیر په هکله تر اوسه اختلاف موجود دی. همدارنگه د دغه د تړون موده یوه بله شخړیزه موضوع ده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د فرانسې له لوړپوړي دیپلومات لوران فابیوس او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د سویس هیواد په لوزان ښار کې ولیدل. ظریف په دې ملاقات کې يو ځل بيا د ښکېلو اړخونو د ښو ارادو او په خبرو کي د پرمختګونو څخه خبره وکړه. ايراني وزير زياته کړه: « آلمان او فرانسه یوه تړون ته د رسیدو په برخه کې ډیر جدي دي.»

مخکې تر دې لوران فابیوس ویلي وو چې د خبرو اترو هدف یو« پیاوړی تړون» ته رسیدل دي. نوموړي زیاته کړه چې ایران په ملکي برخه کې د اټومې انرژۍ څخه د استفادې حق لري، نه د اټوم بم جوړولو.